د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوادر کاشغر لار زیاته ګټه بلوچستان ته رسي


د پاکستان صدر ممنون حسین ویلي، هغه ټولې خبرې دروغ او بې بنسټه دي، چې د ګوادرکاشغر راهدارۍ لاره يې له ږوب او شاوخوا سیمو چپه کړې، د ده په خبره د راهدارۍ په لاره کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او ددې راهدارۍ تر ټولو زیاته ګټه به د بلوچستان ولس ته رسېږي.

د پاکستان صدر ممنون حسین ویلي، هغه ټولې خبرې دروغ او بې بنسټه دي، چې د ګوادرکاشغر راهدارۍ لاره يې له ږوب او شاوخوا سیمو چپه کړې، د ده په خبره د راهدارۍ په لاره کې هيڅ بدلون نه دی راغلی او د دې راهدارۍ تر ټولو زیاته ګټه به د بلوچستان ولس ته رسېږي.

ممنون حسين چې د سې شنبې په ورځ کوټې ته په دوه ورځنۍ دوره راغلی، په دغه صوبه کې له ګورنر، اعلی وزیر، لوړپوړو حکومتي چارواکو، د اسمبلۍ له غړيو، سیاستوالو او خبریالانو سره په جلاجلا ملاقاتونو کې خبري وکړې.

د سې شنبې په ماښام د کوټې د مشرانو خبریالانو له يوې ډلې سره په خبرو کې ممنون حسین وویل، د ګوادرکاشغر کوريډور تر ټولو زیاته ګټه به د بلوچستان ولس ته رسي او د دې لارې په بدلون کې ټولې خبرې غلطې او بې بنسټه دي.

«زه تاسو ته باور درکوم، چې د دې تر ټولو زیاته ګټه به بلوچستان ته رسي. ډېر خلک داسې غلطې خبري کوي، چې په کې يې يوه دا وه، چې د کوريډور لاره بدله شوې. داسې يې کړې او داسې شوي. د کوريډور لاره هم هغه ده او هيڅ بدلون په کې راغلی نه دی.»

د پاکستان صدر ممنون حسین په خپلو خبرو کې وویل، د ګوادرکاشغر کوريډور له لارې به نه يواځې د بلوچستان او پاکستان ولس ته ګټې رسي، بلکې د ده په خبره له همدې کوريډور څخه به ګاونډي هيوادونو لکه افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته هم ګټې رسېږي.

« د دې اقتصادي راهدارۍ بنيادي مقصد دا دی، چې د پاکستان بېل بېل سیمې د پخو سړکونو لارې سره وتړي او همداسې د نړۍ بېل بېل سیمې له پاکستان سره وتړي. همدا يې مقصد دی او دا داسې پروژه ده، چې نه يواځې پاکستان او چين، بلکې افغانستان، ایران، ټول منځنی ختیځ او منځنۍ اسیا به له دې څخه ګټې ترلاسه کوي.»

ممنون حسین ولې غصه شو؟

حسین چې له خبریالانو سره په خبرو کې يې بیا بیا د درغلۍ ضد خبرې کولې، خو کله چې د يوه خبریال له خوا د مهران بانک د لوټلو د ذمه وارو کسانو پوښتنه وشوه، نو ممنون حسین سخت غصه او هغه خبریال ته يې د سپريم کورټ لاره وښوده.

تردې وړاندې کله چې د پاکستان صدر د سې شنبې په سهار کوټې ته راتلو، نو د ښار ټول لوی لوی سړکونو د امنيتي خطر له امله تړل شوي وو، چې د ښار ولس ټوله ورځ له سختو ستونزو سره مخامخ وو.

XS
SM
MD
LG