د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان ځواکونو د کندز ښار ګڼی برخې نیولې دي”


د کندز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي: په ښار کې نښتې روانې دي خوامنیتي ځواکونه توانیدلي چې ستراتیژیکې سیمې ونیسي.

د کندز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي: په ښار کې نښتې روانې دي خوامنیتي ځواکونه توانیدلي چې ستراتیژیکې سیمې ونیسي.

ښاغلي دانشي د دوشبنې پر ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې یو شمېر وسله وال طالبان د خلکو له کورونوپر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

نوموړی وايي، ستراتیژیک او مهم ځایونه حکومت نیولي دي. وسله وال په ځينو کورونو کې پټ دي او له هغه ځايه پر حکومتي ځواکونو خال - خال ډزې کوي. خو حکومت د مدني ټولنو ، نړیوالو سازمانونو او قوانینو له ویرې د خلکو پر کورونو ډزې نه شي کولای.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو یوه استازي د دوشنبې پر ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې وسله وال د تیارې له خورېدو سره حملې زیاتوي او د ورځي وضعیت، نسبي کرار وي.

بل پلو د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي په کندز کې د اکتوبر په دریمه په یو روغتون د هوايي برید پلټنه د امریکا، ناټو او افغان حکومت لخوا روانه ده ،نو د اوس لپاره خپلې پلټنې غیر ضروري دي.

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د دوشنبې پر ورځ ویلي وو چې د اکتوبر د دریمې نېټې د پېښې بې پرې پلټنې دې وشي خو د نوموړي ویاند « ستیپان دوجاریک » وویل چې لومړی باید نورې پلټنې بشپړې شي.

نوموړی وايي دوی د باوري او شفافو پلټنو په لټه کې دي. بل پلو امریکايي چارواکو چې د بشپړو تحقیقاتو ژمنه کوي، په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتونبرید چې پکې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي، یوه حادثاتي او له ناورینه ډکه پېښه بللې ده.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د طالبانو تر برید لاندې راغلېو افغان ځواکونوترې د دغه برید غوښتنه کړې وه.

خو د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي دوی دا پېښه یو جنګي جنایت ګڼي او امریکا د دوی په وینا د دې ذمه واره ده او دوی د بشپړو خپلواکو او شفافو پلټنو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG