د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د ارزګان نیولو پاکستانی استخبارتي سازش شنډ''


تورن جنرال داود شاه وفادار وویل، وسله والو غوښتل لومړی د هلمند څو ولسوالیو ته سقوط ورکړي چې اروزګان ته امنیتي دهلېز جوړ کړي.

د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو ځواکونو قوماندان وايي، افغان ځواکونو دوه ځلې د پاکستاني استخباراتو هغه هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې اروزګان ولایت ته سقوط ورکړي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان پرون د روزګان له جګړې تر راستنېدو وروسته وویل چې، د دې ولایت د سقوط پلان د هلمند په ناامنه شمالي ولسوالیو کې جوړ شوی و.

تورن جنرال داود شاه وفادار وویل، وسله والو غوښتل لومړی د هلمند څو ولسوالیو ته سقوط ورکړي چې اروزګان ته امنیتي دهلېز جوړ کړي.

د جنرال وفادار په وینا د پاکستان استخباراتي ادارو غوښتل دا پلان د وسله والو طالبانو په چوکاټ کي د سرې قطعې او اسلامي کمانډو په نوم د جنګيالو په مرسته عملي کړي خو افغان ځواکونو د دوی دا پلان شنډ کړ.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وايي چې د افغان ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې یوولس سوه طالبان له مینځه ولاړل او اوه سوه زیات نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG