د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ماشومانو ته مینه او انسانیت ښودل په کار دي "


پاکستانی ښوونځی
پاکستانی ښوونځی

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د غیر سرکاري ادارو غړو ، پر تعلیم او نصاب کارکونکو په یوه غونډه کې ویلي چې د پاکستان حکومت باید د دې هیواد په تعلیمی نصاب کې ضروري بدلونونه رامنځ ته کړي.

پراګ: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د غیر سرکاري ادارو غړو ، پر تعلیم او نصاب کارکونکو په یوه غونډه کې ویلي چې د پاکستان حکومت باید د دې هیواد په تعلیمی نصاب کې ضروري بدلونونه رامنځ ته کړي.

د یادې غونډې ګډونوالو ویلي ، په کار ده چې ماشومانو ته د انسانیت ، ښېګړې ، مینې او امن درس ورکړل شي.

دوی وویل ، ماشومانو ته له داسې زدکړو ورکولو ډډه په کار ده چې په ټولنه کې د تفریق او کرکې خورولو سبب شي.

په اسلام اباد کې تر سره شوې دې غونډې موضوع وه “ تعلیم د امن لپاره که د کرکې لپاره “ ټاکل شوې وه.

د دې غونډې ګډونوالو وویل چې په پاکستانیو تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته د مینې او انسانیت د ښودلو پر ځای تعصب ښودل کیږي.

د لومړۍ هیلې یا – پهلي کرن – په نامه ښوونځیو مشره طاهره عبدالله د دې موضوع په اړه وایي ، د دوی نصاب یو ماشوم په مذهبونو او فرقو کې ویشي ، هغه ته د سني ، شیعه ، عیسوي، هندوانو او احمدیانو کې تفریق ښودل کیږي.

طاهره عبدالله زیاتوي چې باید دغه لرې شي، او یو ماشوم ته انسانیت وښودل شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د پاکستان په نصاب کې د مذهبونو او انسانیت سره د مینې او ښیګړې په اړه څه ښودل کیږي او که نه؟

د خیبر پوښتونخوا د ټیکسټ بوک بورډ پخوانی مشر او د باچا خان پوهنتون وایس چانسلر فضل الرحیم مروت په دې اړه خوښ نه دی.

فضل الرحیم مروت زیاتوي چې زموږ په کتابونو کې یوازې دا ښودل شوي چې یو مسلمان د پاکستان ښاري دی، او هندو د نوم سره داسې فکر کیږي چې هغه خو د هندوستان دی، او عیسوي یي یوازې د خاکروب په توګه ښودلی.

نوموړی وايي چې ، بیا د هم دې فکر پر اساس په ځانګړې توګه له عیسویانو ته په ښکته نظر ګوري او په اخلاقیاتو نومي مضمون کې یوازې اسلامیات ښودل کیږي نو ځکه خو بیا په ټولنه کې کرکه خوریږي، او باید دې ټولو خبرو ته فکر وشي.

په اسلام اباد کې پر تعلیمي نصاب په بحث کې برخه اخیستونکیو دا هم وویل ، چې ماشوم ته باید دا وښودل شي چې انسانیت څه شی دی، او د یو بل انسان او ټولنې سره به څنګه ښېګړه کوي.

د تعلیمي او ولسي چارو کارپوه پروفیسر ډاکټر خادم حسین وایي د پاکستان په نصاب کې یو ماشوم ته زیاتره د دښمن تعارف ورکړل کیږي، او ډیر لږ هغه ته د امن ، ښیګړې او مذهبي روادارۍ په اړه ویل کیږي.

خادم حسېن وویل ، د نورو قامونو ، نورو ډلو او یا هر څه چې مختلف دي هغه یي ورته د دښمن په توګه ښودلي دي، د دوی دا خیال دی چې کله ماشومان پر دې پوهه شي چې هر مختلف څیز دښمن دی نو کیدای شي خپل ځان محفوظه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا فکر په اسلامیاتو کې هم شته ، دا په ژبو یعنی اردو ، پښتو کې هم شته، او تر دې چې ساینس کې هم شته. د مذهب مختلفې فرقې دي، نو د یوې فرقې نمایندګی شوې ده لکه سني دیوبندي، او د نورو نه.

ډاکټر خادم حسېن وویل ، د نصاب د جوړولو انداز هم غیر ساینسي دی، او د دې په اړه د پالیسۍ انداز یي هم غیر جمهوري دی او هم غیر انساني.

خادم حسین دا هم وایي چې شپږ کاله وشو چې د نصاب د جوړولو اختیار صوبو ته ورکړل شوی دی، خو تر ننه پورې بیا صوبې نشي کولای چې په نصاب کې د ضرورت مطابق بدلونونه راولي.

په نصاب کې د بحث په وخت دا هم وویل شو چې باید یو ماشوم ته دا وښودل شي، چې تر ټولو لوی مذهب انسانیت دی، او د یو انسان سره ښیګړه تر ټولو غوره کار دی.

XS
SM
MD
LG