د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان رزمک کېډت کالج بیرته پرانستل شو

د شمالي وزيرستان رزمک کېډټ کالج چې په سيمه کې د ناامنيو له وجې بند شوی وو شپږ کاله وروسته بيا پرانستل شو.

د شمالي وزيرستان رزمک کېډټ کالج چې په سيمه کې د ناامنيو له وجې بند شوی وو شپږ کاله وروسته بيا پرانستل شو.

چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې په سختو امنیتي تدابېرو کې په ۲۴ ګاړو مشتمله د زده کوونکو قافله بېګا ماښام ناوخته رزمک ته رسېدلې ده.

د رزمک اوسيدونکی ملک جليل خان مشال راډيو ته وويل چې د ياد کېډټ کالج پر خلاصېدو د سيمې خلک ډېر خوشاله دي او زده کوونکو يې تود هرکلی کړی.

د رزمک اوسيدونکو له حکومته غوښتي چې په رزمک کېډټ کالج کې د دوی کوټه ور زياته کړل شي.

دغه کالج په دوه زره نهم کال کې د ناامنيو له وجې لومړی پېښور ته او وروسته بيا نوښار ته منتقل کړل شوی وو.

د شمالي وزیرستان رزمک کېډت کالج بیرته پرانستل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG