د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا یو لوبغالي کې چاودنې ۱۷ کسان وژلي


دا ماشوم پروسږ کال د پکتیکا يحياخېلو ولسوالۍ کې د واليبال سياليو پرمهال په یوه ځانمرګى بريد ژوبل شوی وو.
دا ماشوم پروسږ کال د پکتیکا يحياخېلو ولسوالۍ کې د واليبال سياليو پرمهال په یوه ځانمرګى بريد ژوبل شوی وو.

پروسږ کال هم د پکتیکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال سياليو پرمهال ځانمرګى بريد شوی وو، چې له امله يې خواوشا ٦٤ تنه وژل شوي او تر ٩٠ پورې ټپيان شوي ول.

د یکشنبې ورځ ناوخته د پکتیکا ولایت په خېرکوټ ولسوالۍ کې د والیبال په یو لوبغالي کې چاودنه شوې، چې اوولس تنه په کې وژل شوي او تر دېرشو ډېر یې ټپیان کړي دي.

نن سهار د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه د خیرکوټ ولسوالۍ سېګانه کلي ته نږدې د والیبال په یو کلیوال لوبغالي کې هغه مهال وشوه، چې لوبه پای ته ورسیده.

د هغه په وینا باروت په یو ولاړ موټرسایکل کې اېښودل شوي ول.

نعمت الله بابري زیاتوي، په پیل کې د مړو شمېر یوولس تنه وو او تر دیرشو ډېر ټپیان شوي وو، چې د څورلسو ټپيانو روغتیايي حالت په کې د انديښنې وړ وو، خو تېره شپه یو شمېر نورو ټپیانو هم د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې او د مړو شمېر اوولسو تنو ته رسیدلی دی.

د پکتیکا ولایتي شورا مرستیال وړاندې وویل، چې په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پلي لواء موجوده ده، نو د ملي اردو سرتیري د پيښې ځای ته پر وخت ورسیدل او د پيښې مړي او ټپیان يې لواء ته ولیږدول، چې وروسته د دوی له خوا برسیرن ټپیان د شرنې ولایتي روغتون ته او شدید ټپیان د ملي اردو په چورلکو کې پلازمینې کابل ته ولیږدول شول.

همدارنګه په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو د پلې لواء د عامه اړیکو مسوول جګړن محمدشریف مشال راډیو ته وویل، چې دا پيښه پرون ماښام رامنځته شوه، چې په ډېره چټکۍ د ملي اردو منسوبین د پيښې ځای ته ورسیدل.

ده وویل د پيښې په ځای کې لس تنه مړي وو او تر دېرشو ټپیان ول، چې دوی شدید ټپیان د پوځي چورلکو په واسطه په اول کې په ګردیز کې د تندر قول اردو تاسیساتو ته او وروسته په کابل کې د شهید محمدداود خان پوځي روغتون ته د درملنې له پاره لیږدولي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم خيرکوټ سيګانه سیمې نږدې ته په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال د سياليو پرمهال ځانمرګى بريد شوی وو، چې له امله يې خواوشا ٦٤ تنه وژل شوي او تر ٩٠ پورې ټپيان شوي ول.

XS
SM
MD
LG