د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د تري تم بلوڅو کورنۍ اختر په ویر تېروي


د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د جمعې په ماځيګر د ورکو کړل شويو بلوڅو يو شمېر کورنيو بیا هم احتجاج کړی او وايي، د اختر د خوشاليو ورځې بیا هم په وير تېروي. د يو شمېر کورنيوغړيو چې د دوی په خبره خپلوان يې پاکستاني استخباراتو تري تم کړي.

د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د جمعې په ماځيګر د ورکو کړل شويو بلوڅو يو شمېر کورنيو بیا هم احتجاج کړی او وايي، د اختر د خوشاليو ورځې بیا هم په وير تېروي. د يو شمېر کورنيوغړيو چې د دوی په خبره خپلوان يې پاکستاني استخباراتو تري تم کړي.

د تيرو اخترونو په څېر دې اختر ته هم د ورکو کړل شوو خپلوانو راتګ ته منتظر وو، خو هغوی رانغلو. د همدې تري تم کړل شویو بلوڅو لپاره کارکوونکي سازمان مشر ماماقدیر بلوڅ له رسنيو سره خبرو کې وویل، دا يې ۱۶م اختر دی چې داسې په احتجاج او ویر کې يې تېروي.

((همدا زموږ ۱۶م اختر دی چې موږ يې د خپلو تري تم کړل شويو خپلوانو لپاره په احتجاج تېروو. تر اوسه پورې زموږ له ۳۰ بیا تر ۳۵ زره پورې بلوڅ ځوانان ورک دي. او تر ۸۰۰۰ پورې د دې کسانو خراب شوي مړي موږ ته ملاو شوي دي))

د ماما قدیر بلوڅ په خبره د پاکستان حکومت او د صوبې اوسني حکومت د دوی لپاره هيڅ هم نه دي کړي او ادعا کوي چې په دغه صوبه کې چې د ترهګرۍ پر ضد نوې کړنلاره [قامي اېکشن پلان]په زمره کې کوم ۸۰۰۰ کسان نیول شوي، دا هم د دوی بلوڅ ځوانان دي.

((اوس حکومت د ۸۰۰۰ نیول شويو کسانو په خپله اقرار کوي چې دوی په تېرو اتو یا نهو مياشتو کې نیولي نو داسې په تېر ۱۵ کاله کې چې له موږ سره يې لیسټ دی، ۳۵ زره کسان تري تم دي))

که څه هم ماما قدیر بلوڅ د ورکو بلوڅو شمېر همدومره یادوي خو د انساني حقونو سازمانونه او حکومت د لادرکه بلوڅو شمېر تر دې څوچنده کم يادوي. له دې سره چې د بلوڅو ملتپال د دې تري تم کړل شويو بلوڅو او د خراب شويو مړیو د موندلو تور د پاکستان پر استخباراتو پورې کوي، خو هغوی بیا تل دا تورونه ناسم بللي.

XS
SM
MD
LG