د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د اختر لمونځونه په امن کې ترسره شول


د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې یو شمېر حکومتي چارواکو د امنیت د ټېنګولو او عامه نظم د ساتلو په خاطر له خلکو څخه د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې یو شمېر حکومتي چارواکو د امنیت د ټېنګولو او عامه نظم د ساتلو په خاطر له خلکو څخه د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوی چې د لوی اختر له لمانځه مخکې لمونځ کوونکو ته خبرې کولې ټينګار وکړ، که چیرې له امنیتي ارګانونو سره د خلکو مرسته او همکاري زیاته شي، نو په هیواد کې به د قانون بشپړ تطبیق او د بیارغونې بهیر چټکتوب ته زمینه برابره شي.

د خوست ملکي او پوځي چارواکو دا ځل د اختر لمونځ د خوست ښار د ازادۍ مینې په جامع جومات کې اداء کړ.

د قومونو او قبایلو په چارو کې د افغان حکومت د اجراییه رئیس سلاکار غازي نواز تڼي د لمانځه مخکې په خپلو خبرو کې له خلکو په ځانګړي ډول دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې د امن د لاښه توب له پاره د امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي:

((دا امنیتي ارګانونه دا ستاسو اولادونه دي، شپه اورځ ستاسو د حفاظت له پاره پهرې او ګزمې کوي، د دوی ملاتړ پر تاسو واجب او لازمي دی، که نظم او دسپلین نه وي، دا امنیتي او کشفي ارګانونه نه وي، بیا به نظم نه وي، بیا به عدالت نه وي، بیا به بې انصافي وي، په علماوو او قومي مشرانو مې غږ دی، چې د خپلو امنیتي ارګانونو سره همکارۍ وکړئ.))

خوست مرستیال والي عبدالواحدپټان هم په خپلو خبرو کې خلک د نظام او دولت څخه ملاتړ ته وروبلل، ده په خپلو خبرو کې خلکو ته ځنې پوښتنې مخې ته کړې او د نظام پر حقانیت يې ټېنګار وکړ:

((د کوم بیرغ تر سیوري لاندې چې تاسو خدمت کوئ، پر هغې الله اکبر لیکل شوی دی، کلمه طیبه لیکل شوې، چې زموږ پرې ایمان دی، محراب او ممبر دی په کې، د دې پر وړاندې دریدل څه مانا لري، د الله اکبر پر وړاندې دریدل څه مانا لري، دکلمې طیبې پر وړاندې دریدل څه مانا لري؟))

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د اختر د لمونځونو له اداء کولو وروسته مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی د مرکز او ولسوالیو امنیتي راپورنه ټول کړي او تر اوسه په دې ولایت کې هېڅ ډول امنیتي پيښه نه ده ترسره شوې.

جنرال غیرت خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اختر په ټولو ورځو کې يې د نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او دوی به هڅه وکړي، چې د هر ډول ناامنیو مخه ونیسي.

د خوست د ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزی وايي، چې په خوست کې خلکو د اختر لمونځونه د امن په فضاء کې وکړل.

نوموړي د پوځي ارګانونو امنیتي تدابیر وستایل او زیاته يې کړه، چې سرتیرو او منصبدارانو په خپلو هلو ځلو او قربانیو ثابته کړه، چې افغانان له بهرنیو پوځیانو پرته په یوازې ځان هم د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړیتا او د خپلو وطنوالو له سوله ييز ژوندانه دفاع او ساتنه کولای شي.

د یادونې وړ ده په خوست کې هم د لوی اختر د لمانځنې له پاره خلک ځني دودیز رواجونه لري، له هغه وروسته چې خلک قربانۍ وکړي نو بیا په ډله ییزه توګه جوپې، جوپې خلک د یو بل کورنو ته د اختر مبارکیو له پاره ورځي، په دې ولایت کې اخترونو کې یو شمېر زیارتونو او میله ځایونو ته ورتګ هم له پخوا نه دود دی.

XS
SM
MD
LG