د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سیاسي ګوندونه ولې کمزوري شوي؟


یو کس د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو بیرغونه یا جنډې خرڅوي
یو کس د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو بیرغونه یا جنډې خرڅوي

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د کمزوري کېدو په عمل کې اېسټیبلېشمنټ څه رول لوبولی دی؟ د هغه هېواد ځېنې ګوندونه د نظریاتو او کړنلارو پر اختلاف سربېره له یو بل سره څه ډول اتحادونه کړي او د دې نتیجې څه دي؟ هغه ګوندونه چې متبادل فکر او نظریه لري او له ولس سره تړلي هم وي، هغوی په لوی کچ سیاسي واک ولې نشي ترلاسه کولای؟ د پاکستان اوسنی واکمن مسلم لیګ (ن) له څه ډول ننګونو سره مخامخ دی؟

دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې له درو مېلمنو سره څېړلې دي. لومړی مېلمه په اسلام اباد کې د پاکستان جرګو او جوجاړي ادارې (پاکستان انسټيټیوټ فار ډایلاګ اېنډ ریکنسيلي اېشن) ګډ مشر او څېړونکی شاهد الیاس،دویمه مېلمنه د کراچۍ پوهنتون نړیوالو اړیکو استاده ډاکتره خالده غوث او درېیم مېلمه د لاهور مینېجمنټ ساینسز پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد ډاکتر تیمور رحمان دی.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په پاکستان کې ګوندونه ولې کمزوري شوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG