د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاف : په هیواد کې د تروریستي فعالیتونو د رهبرۍ مرکزونه په کابل کې دي


د افغانستان پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف وایي، په هیواد کې د تروریستي فعالیتونو د رهبرۍ مرکزونه په کابل کې دي.

ښاغلي سیاف دا خبره د یکشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر او د سولې شورا د پخوانی مشر برهاالدین رباني په څلورم تلین کی وکړه او ویې ویل، که حکومت له خپلو لیکو څخه دښمنان پاک نه کړي له یوه لوی خطر سره به مخ شي.

« کوم عملیات چې له بهر څخه کیږي چې ځیني مرکزونه یې په زرغون ښار او نورو ځایونو کې له منځه ویوړل شول ، د ترهګرۍ دغه هڅې چې زموږ نارینه ، مېرمنې او ماشومان پکې وژل کیږي له هغومرکزونوڅخه رهبري کیږي چې په کابل شتون لري.»

ښاغلي سیاف زیاته کړه، هغه کسان چی د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیږی د پردیو مزدوران دی.

له بلې خوا په دې غونډه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتو له کړنو څخه شکایت وکړ.

پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني څلور کاله وړاندې په هم دې ورځ په کابل ښار کې د یوې ځانمرګې حملې پرمهال ووژل شو.

تر اوسه افغان امنیتي چارواکو د ښاغلي سیاف ددې ادعا په اړه چې د ترهګرۍ د فعالیتونو د رهبرۍ مرکزونه په کابل کې موجود دي، څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG