د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ځوانان امن ته لېواله دي


کوټه کې د سولې په اړه سیمینار
کوټه کې د سولې په اړه سیمینار

د شنبې په ماښام د بلوچستان په کوټه کې د ځوانانو د امن جرګه په نامه یوه غونډه ترسره شوه چې پکې بلوڅو ، هزارګانو او پښتنو ځوانانو ګډون وکړو.په غونډه کې ځوانانو او مشرانو د «موږ امن غواړو» تر سرلیک لاندې وېناوې وکړې.

د ځوانانو د امن جرګې په نامه د غونډې انتظام کونکي،محمد یوسف خلجي مشال راډیو ته وویل،په ځوانانو کې د امن احساس او اهمیت را پارولو لپاره یې دغه ګام اخیستی دی:

« د امن لپاره د رابطو (اړیکو) ضرورت دی.زه دا ځینو ځایونو کې وایم چې وروره!دا خوشالي چې ده،دا مغروره ده.خوشالي پخپله موږ ته نه راځي،دې ته به موږ او تاسو ور ولاړېږو،نو چې موږ نه شو ور ولاړ او موږ د دې لپاره کوم ګام پورته نه کړو ،نو بیا به زموږ را روان نسلونه له موږه پوښتنه کوي چې تاسو اخر زموږ لپاره څه کړیدي؟ نوپه دې خاطر که پوره ترهګرې نه شو ختمولی،نو لږ تر لږه پنځوس فیصده په ښار کې د ورورګلوۍ رول مو په خلکو کې را پارولی دی او نور هم موږ په هڅو کې یو چې د خلکو تر منځ اړیکې بحالې او زیاتې کړو»

محمد یوسف خلجي زیاته کړه،هیله من دی چې په سیمه کې به یې خلکو له ترهګرۍ د کرکې او له امن سره د مینې پېغام اورېدلی وي:

د ځوانانو امن جرګې په نامه د غونډې یو بل انتظام کونکي،ملک عمران کاکړ په دغه موقع وویل:

« موږ په دا مُلک کې، په دا نړۍ کې، د امن په حواله یوه جنډۍ (بېرغ) را پورته کړېده،چې په هغه لړۍ کې موږ یو ځل پر ۵م جون په کوټه کې د ټولو قامونو د امن یوه جرګه ترسره کړه او اوس دغه دی،د ټولو تعلیمي ادارو،د ټولو مذهبونو او د ټولو قامونو د ځوانانو د امن جرګه مو را بللې ده چې مرام او موخه یې هم دغه ده چې د ځوانانو تر منځ د نفرت (کرکې)، د تعصب د خاتمې او د یووالې او د خېر او امن زیاتولو لپاره به هڅه کېږي او په دو ته به د امن په حواله یو سوچ او فکر ور کول کېږي»

په دغه موقع د غونډې یو ګډونوال ځوان،نعیم حقیار وویل:

« موږ ځوانانو ته تر ټولو زیات د زدکړې او تعلیم ضرورت دی.امن چې راځي،نو هغه به هم په تعلیم راځي.زه خو هر انسان ته دا پېغام ور کوم چې خپل بچیان، خپل ځوانان له علم سره شناخته کړئ.دنیا په اُمید خوړل کېږي.زه هم دا امید لرم چې هغه وخت نه دی لرې چې دلته به هم د پخوا په شان،امن راشي »

په غونډه کې له ځوانانو غوښتنه وشوه چې په دغه ناسته کې ترلاسه کړی د امن او خوشحالۍ پېغام دې، دوی په خپلو لرې پرتو سیمو کې تر نورو خلکو هم ورسوي،تر څو هر څوک د امن او سوکالي قدر و پېژني.

XS
SM
MD
LG