د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال شکرالله لودین اوس د بریتانیا استازی دی


شکرالله لودین
شکرالله لودین

شکرالله لودين په دیارلس کلنۍ کې د یو کډوال په توګه بریتانیا ته تللی وو خو اوس د اروپا د ځوانانو په پارلېمان کې د برتانيا استازيتوب کوي.

پراګ: د مشال راډیو د دې اونۍ د اونیزې خپرونې – د ځوانانو غږ – مېلمه مو د افغانستان د جلال آباد نولس کلن ځوان شکرالله لودين وو چې اوس د بریتانیا په لندن کې ژوند کوي.

شکرالله لودين په دیارلس کلنۍ کې د یو کډوال په توګه بریتانیا ته تللی وو خو اوس د اروپا د ځوانانو په پارلېمان کې د برتانيا استازيتوب کوي.

نوموړی د دې تر څنګ په بریتانیا کې د کارګر ګوند یا لېبر پارټۍ د ځوانانو د امن سفیر هم دی او اوس مهال د سياسياتو او نړيوالو اړيکو په څانګه کې زده کړې کوي.

شکرالله لودین یو شمېر نورې لاسته راوړنې او پلانونه هم لري. د مشال راډیو اسرارعالم مومند – د ځوانانو غږ – خپرونه کې له شکرالله لودین سره ږغېدلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG