پراګ: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.
د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پاکستانيو چارواکو د هغې ادعا په ځواب کې وکړې چې په پيښور کې د جمعې په ورځ شوی برید په افغانستان کې پلان شوی وو.
د پاکستان پوځ وايي د پېښور په بډه بېره کې د هوايي ځواک پر استوګنځای د وسله والو په دې برید کې د دیارلس وسله والو په ګډون ټول دوه څلويښت کسان ووژل شو.
د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم سليم باجوه د جمعې په ماښام د پيښور په پوځي مرکز کې خبريالانو ته وويل ،په وژل شوو کې پنځه ويشت پوځيان ، څلور ولسي وګړي او ديارلس بريدکونکي شامل دي.
عاصم سليم باجوه زیاته کړه چې د بريد پلان په افغانستان کې جوړ شوی وو خو دوي فکر نه کوي چې د برید تنظيمونکو ترشا افغان دولت لاس لري