د ازادۍ راډیو خبریال جان اقا الکوزي د جنازې لمونځ نن (جمعه) په جلال اباد کې کېږي.
د نوموړي جنازه بېګا له ویانا څخه کابل او وروسته جلال اباد ته یووړل شوه
د ازادۍ راډیو همکار جان اقا الکوزی د سېپټېمبر پر ۱۵مه د ویانا په یوه روغتون کې ومړ.
تر جنازې وروسته به د نوموړي مړی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
جان آقا الکوزی له تېرو څه باندې ۱۳ کلونو راهیسې په آزادۍ راډیو او تر هغه څو کاله وړاندې د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې د یوه فعال مسلکي خبريال په توګه کار کاوه.
نوموړی په ۱۹۵۷م کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کلي کې زېږېدلی وو.
له لومړنیو او لوړو زده کړو وروسته د کابل پوهنتون له انجنیري پوهنځي څخه فارغ شو خو له ژورنالیزم سره د مینې له کبله د ژوند تر پايه په همدې مسلک کې پاتې شو.
نږدې یوه میاشت مخکې جان آقا الکوزی د سرطان د ناروغۍ له کبله په پراګ کې په یوه روغتون کې بستر شو او نن د سېشنبې ورځ د سیپټېمبر پر ۱۵مه يې ساه ورکړه.
انالله و انا الیه راجعون