د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو پاکستاني پېلوټ له القاعده سره په تړاو نیول شوی


پاکستاني چارواکو د چارشنبې پر ورځ ويلي دي چې پوليسو د هوايي ځواک يو پخوانۍ پېلوټ د القاعده شبکي نوي جوړ شوي له جنوبي ايشيا څانګې سره په مبينه توګه د مالي مرستو په تور نيولی دی.

پاکستاني چارواکو د چارشنبې پر ورځ ويلي دي چې پوليسو د هوايي ځواک يو پخوانۍ پېلوټ د القاعده شبکي نوي جوړ شوي له جنوبي ايشيا څانګې سره په مبينه توګه د مالي مرستو په تور نيولی دی.

د ترهګرۍ ضد ادارې يو چارواکی نويد خواجه اعلان وکړ چې سيد شيبا احمد په کراچۍ ښار کې نیول شوی دی.

د احمد په اړه ويل کېږي چې دا هغه سوداګر دی چې په کراچۍ او ايران کې يې د کيميکل دوه کمپنياني دي او اورپکو له ډلو سره يې په پراخه کچه مالي مرستې کولې.

نويد خواجه وويل دغه مشکوک کس د القاعده شبکي د جنوبي ايشيا له څانګې سره د مالي مرستو وړاندې افغان طالبانو ته پيسې ورکولي.

دغه تن له هغه اورپکو سره مالي مرستې کړي وي چې په کراچۍ ښار کې يې د اسماعلي فرقي ۵۰ کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG