د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅان کوريډور نه د خپلې خاورې اختيار غواړي. سردار اختر مېنګل


د سېمېنار ګډونوالو ته شاوخوا ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ويناوې وکړې او ټولو په خپل وار سره د ګوادر کاشغر راهدارۍ د لارې په ممکنه بدلون د ژور خفګان څرګندونه وکړه.

د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل وايي، د بلوچستان وګړي يواځې کوريډور نه بلکې پر خپله خاوره خپل پوره اختیار غواړي. دا خبري نوموړي د پښتونخوا ولسي تحريک له خوا د ګوادر کاشغر کوريډور په باب په کوټه کې جوړ شوي یوه سېمېنار کې وکړې.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان له واکمنو د کوريډور خواست نه، بلکې پر خپله خاوره د خپل اختیار خواست کوي. د مېنګل په خبره مشرانو یې د همدې خاورې د اختيار لپاره قربانۍ ورکړې او کله به يې هم دا ضمير و نه مني، چې د هغوی تر قربانيانو تېر شي.

«د کومې خاورې لپاره چې زموږ پلرونو او نيکونو قربانۍ ورکړې دي. ایا زه هغه يواځې د يوه سړک لپاره وپلورم. د همدې خاورې لپاره موږ زندانونه تېر کړي دی او ایا اوس يواځې همدا غوښتنه وکړو، چې موږ دې د يوې کمپنۍ مشر جوړ کړل شو او زموږ راتلونکې نسلونو ته دې ښه نوکرۍ ورکړل شي. د دې لپاره به زما ضمير کله هم اجازه رانه کړي؛.

د سېمېنار ګډونوالو ته شاوخوا ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ويناوې وکړې او ټولو په خپل وار سره د ګوادر کاشغر راهدارۍ د لارې په ممکنه بدلون د ژور خفګان څرګندونه وکړه. ياد سیمينار ته د عوامي نیشنل ګوند ولي مرکزي جنرل سيکرتر اورنګ زیب کاسي بیا وویل، د پاکستان واکمنو سپينږيری بلوڅ ملتپال نواب اکبرخان بګټی هم ځکه وواژه، چې هغه يواځې په خپله خاوره خپل اختیار غوښت.

؛ نواب اکبر خان بګټي په خپل لاس يو ووړ خط ولیکه، چې موږ ته دي يواځې دومره صوبايي خودمختياري راکړل شي. ددې هيواد ځوان سرتېري يې ورولېږل، په خپله خاوره په خپل کور کې يې د هغه سینه په مرميو ور سورۍ کړه، چې ته صوبايي خودمختياري غواړې؟؛.

تردې وړاندې د پښتونخوا ولسي تحريک د مشر ډاکټر سیدعالم مسعود له خوا د سیمينار برخه والو ته هغه ټول مالومات ورکړل شوو، چې دده په خبره د پاکستان واکمن د ګوادر کاشغر کوريډور يواځې د لاهور او پنجاب لپاره بیايي، او نورې هيڅ صوبې په کښې شامله نه دي.

XS
SM
MD
LG