د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولایتي شورا: مرکزي حکومت خوست ته توجه نه لري


د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، چې په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د خپل فعالیت له پیله تر اوسه د دې ولایت پرمخیتا او ابادۍ ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، چې په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د خپل فعالیت له پیله تر اوسه د دې ولایت پرمخیتا او ابادۍ ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

دوی ګواښ وکړ، که چیرې مرکزي حکومت يې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، نو ولس ته به مراجعه وکړي او حکومت به مجبور کړي، چې دې خلکو ته د خپلې بې توجه یۍ ځواب ووايي.

د چارشنبې پر ورځ د خوست ولایتي شورا یو شمېر غړو ولس ته د یادې شورا د فعالیتونو په باب د حساب ورکولو په یوه غونډه کې د ملي یووالي حکومت، یاد ولایت ته په بې توجه یۍ تورن کړ او ویل، چې نوي حکومت د خپل کار په موده کې د دې ولایت اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا او د حکومتوالۍ ښه والي ته پاملرنه نه ده کړې.

دوی د یو شمېر حکومتي ادارو مدیران او مسوولین هم تورن کړل، چې کاري وړتیا نه لري او نه شي کولای د خپلو پروګرامونو، پلانونو او ترسره شویو فعالیتونو په باب ولایتي شورا او خلکو ته ځواب ووايي.

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني مشال راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

((متاسفانه د مرکزي حکومت او یو شمېر بهرنیو ډونرانو توجه خوست ته نشته، په خوست کې د پروژو ډېر قلت دی، داسې هېڅ پروژه چې د خوستوالو په درد وخوري نه ترسترګو کیږي، موږ بار، بار د مرکزي حکومت او ډونرانو نه غوښتنه لرو او بیا هم په همدې متعلق یو شمېر د ولسونو غونډې رابولو، څو دا غوښتنې له لویو غونډو څخه مطرح کړو.))

دا چې مرکزي حکومت او نړیوالو ډونرانو په کومو خواوو کې د یاد ولایت سره مرستې کړي د ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وايي، چې په ودانیزو او پرمختیايي چارو کې د هغوی هېڅ مرستې نه محسوسیږي:

((تر اوسه د دوی کمک نه محسوسیږي، ادارې هڅه کوي، چې د خپلو پروپزلونو له پاره فنډ پیدا کړي، داسې خاص فنډ او بودجه د پرمخیتايي کارونو له پاره یا د خلکو د غوښتنو د ترسره کولو له پاره نه تخصیص کړې ده او نه شته.))

د خوست د ولایتي شورا یو بل تن غړی قمرعلي لکڼوال د یاد ولایت د یو شمېر حکومتي ادارو کاري وړتیا کمزوري بولي او د مرکزي حکومت له چارواکو غوښتنه کوي، چې د چارو د ښه والي او پرمختګ په خاطر خپلو اړوندو ادارو کې په کار پوه او وړ مدیران وګماري.

د ولایتي شوراګانو یوه دنده داده، چې د خلکو اساسي ستونزې او غوښتنې مالومې او اړوندو ادارو همدارنګه نړیوالو ډونرانو سره چې په دې هېواد کې ډیری پرمخیتايي پروژې په مالي لحاظ تمیلوي شریکې کړي.

د خوست ولایتي شورا مرستیال شکرالله بابکرخېل همدې مسلې ته په کتو وویل، چې دوی د یو کال په موده کې د یاد ولایت د خلکو اساسي ستونزې راغونډې کړي او مرکزي حکومت ته يې وړاندې کړي دي.

نوموړی وايي که مرکزي حکومت د دوی غوښتنو په ترسره کولو کې ناغیړۍ ته دوام ورکړي، نو دوی به ولسونو ته مراجعه وکړي او مرکزي حکومت به مجبور کړي، چې بیا ولس ته د خپلو ناراساییو ځواب ووايي.

د یادونې وړ ده د خوست ولایتي شورا پنځلس غړي لري، چې ډیری غړی يې ځوانان او مسلکي کسان دي، د ولایتي شورا غړو د خپل فعالیت په موده کې د خلکو د غوښتنو د انعکاس له پاره یو شمېر مدني حرکتونه او ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي، چې خلکو په کې په پراخه کچه برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG