د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو ماشومانو اتله استاده عقیله اصفي


استاده عقیله اصفي
استاده عقیله اصفي

عقیله اصفي ارمان لري چې هر افغان ماشوم که هلک وي او که جینۍ سکول ته ولاړ شي.

په پاکستان کې یوې افغان اوستاذي عقیله اصفي ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار لخوا نینسن ریفیوجي جایزه ورکړل شوه. هغې ته دغه جایزه د کډوالو ماشومانو نجونو لپاره په تعلیمي هڅو ورکړل کیږي.

د کډوالو ماشومانو اتله استاده عقیله اصفي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

عقیله په کال ۱۹۹۶کې په یوې خیمه کې ماشومانو نجونو ته زدکړې ورکول پیل کړې، په دغه وخت له هغې سره ۷۱ ماشومانې جینکۍ وې چې اوس دغه شمېره تر یو زرو اوښتې ده. هغه په ۱۹۹۲ کې پاکستان ته په کډه شوه، او د پنجاب په میانوالي کې کوټ چندانا کیمپ ته سره د خپلې کورنۍ راغله. له دغې وړاندې هغه په کابل او کندهار کې معلمه وه.

عقیله وایي دا غواړي هر افغان ماشوم که هلک وي او که جینۍ سکول ته لاړ شي.

د دې پروګرام جوړونکي فرخنده اسد ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG