د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو نړيوال کنفرنسونو په وړانديزونو ولې عمل نه کيږي؟


د کرښې دواړه خواو ته وخت په وخت په راجوړو شوو ادبي غونډو، نړیوالو سیمنیارونو او جرګو کې د پښتو ژبې ، کلتور او ادب د ودې او سیاسي ستونځو د هواري لپاره قراردادونه منظوریږي او اعلامیې خپریږي. خو په ډیرو موقعو پر دغو سپارښتونو عمل نه کیږي. ددې وجې څه دي؟

په کوټه کې د یلوچستان د پښتو اکیډمۍ تر سیوري لاندې د پښتو نړیوال سیمینار دوام لري چې پکې د کرښې له دواړو غاړو او نړۍ د بیلابیلو هیوادونو راغلي پښتانه لیکوالان او شاعران ګډون کوي. تر دې وړاندې هم وخت په وختد پښتو ژبې یو شمیر نړیوال کانفرنسونه او سیمینارونه شوي دي چې پکې د پښتو ژبې ، کلتور ، تاریخ او سیاسي ستونځو په اړه بحثونه شوي دي.

زرغونه رښتين د کوټې پښتو نړيوال کنفرنس کې خپله مقاله اوروي
زرغونه رښتين د کوټې پښتو نړيوال کنفرنس کې خپله مقاله اوروي

په داسې حال کې چې د کرښې دواړه خواو ته پښتانه د یو لوی سیاسي او ټولنیز بحران څخه تیریږي، دا قسم غونډې د پښتنو په یو والي او د هغوی د ژبې او کلتور په وده کې څه کردار لوبولی شي؟ ددې پښتنې په ځواب کې لیکوال او څیړونکی ډاکټر خادم حسین وايي علمي ناستې ډېر اهميت لری. نوموړی زياتوي. ((دي کنفرنسونو کې ټولې خواوې د يو بل له کلتوري هلو ځلو خبريږي، څيړنيز بحثونه ورسره ډېريږي او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره ښه بحثونه کيږي. په دي قسم کنفرنسونو کې آخره کې اعلاميې يا پريکړه ليکونه هم خپريږي چې پر حکومت د ځينو کارونو لپاره فشار اچوي.))

تر دې وړاندې پیښور، کوټه او کابل کې په شوې نړیوالو غونډو کې ځيني پريکړه ليکونو کې د پښتو ژبې د ودې لپاره د کار او په مورنۍ ژبه د زده کړو غوښتنې شوې دي. تر ډېره حده د دي کنفرنسونو په پريکړو عمل نه دی شوی بلکې د غوښتنو د پوره کېدو لپاره هم د څار څه ګامونه نه دي اخيستل شوي. پیښور کې د کلتوري او ټولینزو چارو کارپوه شیرعالم شینواري وايي ددې لويه وجه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ــــ ددې اعلامیو د نه عملي کیدو یوه لویه وجه د متعلقه حکومتونو بې غوري ده.

پکار ده چې د کنفرنس جوړونکي پر خپلو وړانديزونو د عمل او حکومتي اقداماتو د څارنې لپاره يوه کمېټه جوړه کړي

نوموړي زياته کړه: ((له ۱۹۴۱ کال راهيسې پښتو نړيوال کنفرنسونه کيږي. دا غونډې په سياسي، ټولنيزو او کلتوري مسايلو شوي دي. حکومتونه بايد د داسې غونډو پريکړو او غوښتنو د عملي کېدو لپاره کار وکړي.))

د کوټې د کنفرنس په وياړ ګڼ کتابونه هم چاپ شوي دي او ګډوانوالو پکې وويل چې حکومتونه بايد د پښتو ژبې د بډاينې لپاره پر هغو وړانديزونو کار وکړي چې ليکوال او څيړونکي يې ورته ورکوي.

خادم حسين وايي پکار ده چې داسې کنفرنسونو کې يوه کمېټه جوړه شي چې د څيړونکو سپارښتنې د چارواکو مخې ته کښيږدي او د عملي کېدو څارنه يې وکړي.

XS
SM
MD
LG