د لاسرسي ځای

تازه خبر

چودري نثار: د قومي ایکشن پلان پر پاتې برخو به هم عمل کېږي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره پر جوړه شوې قامي عملي تګلاره په بشپړه توګه عمل نه دی شوی.

اسلام اباد: د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان وايي د قامي اېکشن پلان د ۱۵ نکتو پر عملي کېدو ډاډ څرګند شوی او پرېکړه شوې چې پر پاتې پنځو نکتو دې هم ژر عمل وکړل شي.

چودري نثار علي خان دا څرګندونې د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د قومي ایکشن پلان په اړه تر شوې غونډه وروسته وکړې.

نوموړي وویل ،د مدرسو رجسټرېشن ، د غېر حکومتي ادارو څارنه ، د کرکې او نفرت خورونکو ويناوو مخنيوی او د اسلحو د نوو لايسنسونو د اجرا په ګډون به پر يو شمېر نورو چارو اقدامات کيږي.

تر دې وړاندې وزیراعظم نواز شریف یادې غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره پر جوړه شوې قامي عملي تګلاره په بشپړه توګه عمل نه دی شوی

د نواز شریف په مشرۍ کې شوې ده غونډه کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د څلورو واړو صوبو اعلی وزیرانو او چیف سیکټریانو ، د ګلګلت بلتستان ، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر مشرولۍ او د پوځ او استخباراتي ادارو مشرانو هم ګډون درلود.

نواز شریف غونډې ته په وینا کې وویل ، د سیاسي او پوځي مشرولۍ په موجودګۍ کې د قامي ایکشن پلان فیصله وشوه او په دې لړ کې په آئین کې بدلون هم وشو، نو ضروري ده چې د قامي ایکشن پلان پر هره برخه یو رنګه عمل وشي.

نوموړي وویل ، زما په فکر د دې غونډې باید نتیجه راووځي هغه ځکه چې تر دې وړاندې هم موږ پر دې موضوع ډېرې خبرې کړې دي.

نواز شریف زیاته کړه چې په ځينو صوبو کې پر قامي ایکشن پلان زیات عملدرآمد شوی دی ، په ځينو کې کم او په ځينو کې بالکل نه دی شوی.

د وزیراعظم نواز شریف په وینا ، په کار ده چې دا تګلاره په ټولو صوبو کې یول ډول عملي شي.

د دفاعي چارو کارپوه او پخواني بریګیډیر محمود شاه مشال راډیو ته وویل چې پر دې تګلاره هغسې عمل نه شوی دی او نه هم روان دی لکه څنګه چې په کار وو.

محمود شاه وویل ، په ملک کې چې دا څه ارامي راغلې ده او د ترهګرۍ بریدونه کم شوي دي نو که چېري پر دې قامي تګلاره په سمه او پوره توګه عمل شوی وای نو حالات به تر اوس ډېر ښه وای.

د پاکستان مرکزي حکومت د تېر کال د ډسمبر پر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو تر نونړي برید وروسته په یو ټول ګوندیزه غونډه کې دا قامي عملي تګلاره جوړه کړه.

په دې تګلاره کې په ټول ملک کې د ترهګرو پر ضد عملیات او پر مشکوکو ترهګرو د مقدمو چولول لپاره د پوځي عدالتونو د جوړولو په ګډون ټولې شل نقطې شاملې وې

XS
SM
MD
LG