د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارليماني استازو د فاټا د حقونو لپاره قانوني مسوده جمع کړه


د قبایلي سیمو د پارلیمان غړي وايي چېنن يې د پاکستان د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر (سېکريټېريېټ) کې د فاټا د حقونو لپارهد یو بِل مسوده جمع کړه.

د قبایلي سیمو د پارلیمان غړي وايي چېنن يې د پاکستان د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر (سېکريټېريېټ) کې د فاټا د حقونو لپارهد یو بِل مسوده جمع کړه.

له باجوړ ایجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې د دې بل هدف دا دی چې د پاکستان دآیین ۲۴۷مه ماده دې ختم کړل شي،د قبایلي سیمو ولس ته دې هم د پاکستان د نورو برخو په څېر حقونه ورکړل شي او قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

بلخوا د خېبر یونین په نامه د قبایلي سیمو اتحاديي نن په پېښور کې د یوې خبري غونډي پر مهال دفاټا د حقونو لپاره د وړاندې شوي بل مخالفت کړی دی او ویلي یې ديچې دوی په ایف سي آر قانون او د آیین په ۲۴۷مه ماده کې د اصلاحاتو په حق کې دي خو قبایلي سیمي دې له خیبر پښتونخوا صوبې سره نه يو ځای کيږي.

XS
SM
MD
LG