د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچي: پاکستانی خبريال افتاب عالم ووژل شو

نن (چارشنبه) د پاکستان په کراچي ښار کې يو پاکستانی خبریال افتاب عالم په ډزو ووژل شو. ځايي پوليس وايي، نوموړى د کراچي په شمالي برخه کې له خپل کور سره نږدې د سرسيد په نوم يوه مارکيټ ته روان و چي نامالومه وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او د پېښې له ځايه و تښتېدل.

افتاب عالم په ټپي حالت کې د ښار عباسي شهيد روغتون ته و رسول شو خو هغه د سختو ټپونو له امله پر لاره ساه ورکړه. نوموړی پېژندل شوی خبريال و چې د جيو ټي وي په ګډون يې له ځينو نورو پاکستاني رسنيو سره کار کړی و.

دا په کراچي کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې پر خبریالانو دوهم برید دی. پرون (سېشنبه) په کراچي کې د شخصي ټي وي چېنل جيو نيوز پر موټر وسله وال بريد شوی و چې په پايله کې يې د دې ټېليويژن يو تخنيکګر ارشد علي جعفري وژل شوی او يو بل موټرچلوونکى سخت ټپي شوی و.

پر دې سربېره بيا پرون (سېشنبه) په پېښور ښار کې هم يو خبريال په وسله وال بريد کې ژوبل شو.

تر ننني برید وروسته د خبریالانو اتحادیي د رسنيو د کارکونکو لپاره د زیات امنیت او په سمدستي توګه د وسله والو د نیولو غوښتنه کړي ده.

د خبریالانو د ساتنې د امریکايي ادارې د راپور له مخې په پاکستان کې د ۱۹۹۲م کال راهیسي تر ۵۰ زيات خبريالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG