د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او هند لوړپوړي سرحدي چارواکي په نوي ډیلي کې لیده کاته کوي

چارواکي وايي چې د دې لیدو کتو هدف د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د تاوتریخوالي کمول دي په کوم کې چې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د دې لیدو کتو هدف د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د تاوتریخوالي کمول دي په کوم کې چې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا خبرې اترې له هغه وروسته کيږي چې په تېره (اګست) میاشت کې د دواړو هیوادونو د امنیتي سلاکارانو ملاقات د ایجنډا پر سر د اختلاف له کبله ونه شو.

په پاکستاني پلاوي کې به ۱۶ چارواکي وي او دوی به په هند کې د خبرو اترو په بېلا بېلو پړاونو کې برخه اخلي.

په ایټمي وسلو سمبال پاکستان او هند له ۱۹۴۷م کاله راهيسې درې جګړې کړې دي چې دوې یې د کشمیر پر سر شوې دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG