پېښور: د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې له خوا د قبایلي سیمو د قانوني حثیت په اړه دوه ورځنۍ جرګه بحث کوي.
د دوشنبې په ورځ پیل شوې دې جرګه کې د یو شمېر قبایلي سیمو قبایلي ، سیاسي او ټولنیز مشران او نور کارپوهان ګډون لري.
په دې دوه ورځنۍ کې به د قبایلي سیمو پر حثیت او راتلونکي بحث کېږي چې ایا دا سیمې باید ځان ته صوبه شي ، په خیبر پښتونخوا کډې شي او که نه کومه بله لاره ورته را واېستل شي.
جمعيت علماء اسلام د اطلاعاتو سيکتر عبدالجليل جان مشال ريديو ته وويل ، په پاکستان کې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه ګنګوسې روانې دي نو دوی غواړي چې په دې اړه خپل فکر سره شریک ګړي.
د قبایلي سیمو مشران ، یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونه په دې اړه اختلاف سره لري چې ایا قبایلي سیمو دي یو صوبه شي او که نه په خیبر پښتونخوا دې ورګډې شي.
په دې اړه د غلام غوث رپوټ دلته واورئ