د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحيل شريف: د افغانستان په حالاتو اندېښمن يو


جنرال راحېل شريف
جنرال راحېل شريف

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شريف د ملک د دفاع د ورځې يعني شپږم ستمبر په موقع ويلي چې افغانستان سره ښې اړيکې غواړي. نوموړي وويل چې د ترهګرو ملا يې ماته کړي او د کشمېر مسلې له حل بغير امن نه شي راتللی.

د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحیل شریف وايي چې د ترهګرۍ خلاف د دوی کار په سيمه کې ثبات راوستلی دی. نوموړي وويل چې د افغانستان د خراب حالت په اړه اندېښنې لري. هغه پرون د پاکستان او هندوستان ترمنځ د ۱۹۶۵ کال د جګړې پنځوسمې کلېزې او يوم دفاع لمانځلو په وخت دا خبرې وکړي. راحيل شريف زياته کړه چې ځيني قوتونه غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې کړي خو د نوموړي په خبره دا سې کولو ته به يې نه پريږدي. هغه د دغو قوتونو وضاحت ونه کړ.

د يادونې وړ ده چې افغان چارواکو همېشه له پاکستانه غوښتي چې قبايلي سيمو کې مېشته حقاني وسله والې ډلې تر څنګ دې د هغو ټولو ترهګرو خلاف صادقانه عمليات وکړي چې افغانستان کې ترهګري کوي. پاکستان وايي دوی همداسې کړي دي خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې پاکستان د افغانستان سره په يو نااعلان کړي جنګ کې دی.

راحېل شريف په خپله وينا کې د ترهګرو د ځپلو خبره هم وکړه او وي ويل چې پر ترهګرو يې کنټرول تر لاسه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې دي وروستيوو کې د امريکې د قامي امنيت سلاکارې سوزن راييس اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د حقاني وسله والې ډلې خلاف دي کوټلي ګامونه واخلي. پاکستان وايي دوی پاکستان کې د حقاني ډلې مرکزونه وران کړي دي خو افغان چارواکي وايي د دي کوم ثبوت نشته.

جنرل راحېل شريف همداراز وويل چې د کشمېر د مسلې له حلولو بغير په سيمه کې امن ممکن نه دی. نوموړي وويل چې د دې مسلې شاته غورځول ښه کار نه دی او بايد د ملګرو ملتونو د اصولو تر مخه يې حل راووځي.

د يادونې ده چې پاکستان وايي هندوستان په غيرقانوني ډول جموکشمېر د ځان سره مل کړی دی او بايد د پاکستان برخه وي. نوی دهلی بيا وايي چې جموکشمېر د هندوستان نه بېلېدونکې زمکه ده.

راحېل شريف وايي چې د چین او پاکستان اقتصادي لارې په اړه وويل چې دا پروژه به د قامي فريضې په حیث پوره کوي. پښتانه او بلوچ سياست وال وايي چې د دې لاره ډېره فايده پنجاب ته ده او پښتنو سيمو ته پکې د پرمختيايي کار يا پانګونې څه نه دي ورکړل شوي. د پاکستان وزيراعظم نواز شريف بيا وايي چې پر دې مسله به د ټولو صوبو اندېښنو ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG