د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان انځورګرې ملېنا سلېمان هنر

د افغانستان د کندهار ملېنا سلېمان پيټينګز يا د برشونو په مرسته د انځورونو جوړول هم کوي او د ديوالونو رسامي يا Graffiti هنر. هغه وايي انځور ګري په سوله ييزه توګه احتجاج او خپل حق غوښتل دي.
((کله چې ځوانان وويني چې حق يې خوړل کيږي نو يا خو ټوپک راواخلي او يا هم نشه يي موادو ته مخه کړي. زما په نظر ځوانان کولی شي چې د يادو لارو پر ځای د هنر په مرسته خپل حق وغواړي. زما انځورګري زما لپاره د مبارزې په شان ده. د ښځو د حقونو لپاره، د ځوانانو د حقونو لپاره او د ټولنې د ناخوالو خلاف پرې مبارزه کوم. دا د عدم تشدد لاره ده. هنر يوازينۍ سوله ييزه لاره ده چې خپل غم، غصه او احتجاج پري کولی شي.))

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG