د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکیم مجاهد : د ستونزو باوجود د افغانستان د سولې عالي شورا ګټور کارونه کړي دي


عبدالحکیم مجاهد
عبدالحکیم مجاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي امریکا او چین هڅه کوي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبري ژر تر ژره له سره پيل شي.

د سولي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد نن مشال راډیو ته وویل چې دغه دوه هیوادونه د سولې د خبرو په لومړي پړاو کې ناظرین وو او پرپاکستان باندي یې زیات تاثیر پروت و.

« د مشکاتو او د پیچلتیا سره سره، زما په عقیده د سولې عالي شورا ډیر ګټور کارونه کړي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د دې لومړی مهم ګام دی. »

نومړی وايي په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د نړیوالو ژمنتیا ته په کتلو سره دوی خوشپینه دي چې دغه پروسه به کامیابه شي.

پر همدې مهال یو شمیر د یني عالمان ټینګار کوي چې افغانستان په سیمه کې تر بل هرڅه سولې ته زیاته اړتیا لري او باید په دې برخه کې پرا ته خنډونه لري شي.

ټاکل شوې د سولې دوهم پړاو خبري دجولايي میاشتي په ورستیو کې پیل شوي وای خو د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړیني د خبر تر نشریدو وروسته تر نا معلومي نیټي پوري و ځنډیدې.

XS
SM
MD
LG