د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بې هنره او بې زده کړو کډوال اروپا کې هم ښه ژوند نه لري"


له هنګرې څخه اسټريا ته رسيدلي کډوال
له هنګرې څخه اسټريا ته رسيدلي کډوال

لکه د نورې نړۍ د جګړه ځپلو هيوادونو د خلکو په شان پښتانه هم په خپله سيمه کې د جګړو او اقتصادي بدحالۍ له کبله دې ته مجبوره شوي دي چې په ډیرو خطرناکو لارو ځان اروپا ته ورسوي. د ځينو د سياسي پناه غوښتنې تر کلونو قانوني بهير وروسته ومنل شي او ځينې نور بيا واپس خپلو ځايونو ته وليږل شي.

د تازه راپورونو تر مخه له شام، لیبیا، پاکستان، افغانستان او افریقايي هیوادونو څخه په سلګونو پناه غوښتونکي د خالي يا شنبې په ورځ د اروپا اسټریا او بيا جرمني ته ورسېدل.

جرمني ته لومړي ټرين يا اورګاډي کې پنځه سوه کسان سپاره وو چې ميونيخ ته ورسېدل. دي خلکو ته جرمنيانو د ګلونو په ورکولو سره تود هرکلی ووايه. د هنګري د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي چې پناه غوښتونکو په هنګري کې د چارواکو سره مرسته نه کوله نو له دې کبله دوی مجبوره شول په بسونو کې يې اسټريا ته وليږي چيرته چې دوی تلل غوښتل.

په مینځني ختیځ او ايشیا کې د جنګ جګړې او اقتصادي بدحالۍ له کبله په زرګونو خلکو د اروپا پرمخ تللو هیوادونو ته مخه کړې ده. په لندن کې میشت د قانوني چارو کارپوه ذاکرحسین وايي چې د اروپا د بشري حقونو د کنونشن د لاندې اکثره اروپايي هيوادونه بايد دي جګړه ځپلو خلکو ته پناه ورکړي.

نصير ستوری چې له کلونو راهيسې د کورنۍ سره په جرمني کې اوسيږي وايي ډیر خلک دا فکر کوي چې په اروپا کې به ورته د ژوند ښه موقعې او سهولتونه وي نو ځکه خپل وطن پريږدي. نوموړی زياتوي اکثره پناه غوښتونکي څه هنر نه لري او یا يې پوره ذده کړې نه وي کړې چې له کبله يې بیا دوی په بهر هیوادونو کې سم کار نه شي پيدا کولی نو ځکه د ډېرو قانوني او مالي ستونزو سره مخ کیږي.

لکه د نورې نړۍ د جګړه ځپلو هيوادونو د خلکو په شان پښتانه هم په خپله سيمه کې د جګړو او اقتصادي بدحالۍ له کبله دې ته مجبوره شوي دي چې په ډیرو خطرناکو لارو ځان اروپا ته ورسوي. د ځينو د سياسي پناه غوښتنې تر کلونو قانوني بهير وروسته ومنل شي او ځينې نور بيا واپس خپلو ځايونو ته وليږل شي.

قانون پوه ‌ذاکرحسین وايي دوه قسمه پناه غوښتونکي دي. یو هغه چې د خپلې عقیدې، سیاسي فکر، رنګ او نسل له کبله په خپل وطن کې د مرګ د ګواښ سره مخ وي. دغه سیاسي پناه غوښتونکي دي او چې ثبوت وړاندې کړي نو پناه تر لاسه کولی شي. بل هغه کډوال دي چې د اقتصادي ستونزو له کبله خپل وطن پریږدي خو د اقتصادي مهاجرت لپاره هم خپل قانون دی.

د راپورونو ترمخه دا وخت د اروپايي هیوادونو په پولو د ماشومانو او میرمنو په ګډون په زرګونو پناه غوښتونکي پراته دي چې جرمني، اسټریا او برطانيّ ته د تلو په هڅه کې دي. دغه شان په زرګونو نور د سمندر د لارې اروپا ته د رسیدو کوششونه کوي. دوی ته د ځينو اروپايي هيوادونو له خوا په انساني بنيادونو هرکلی وويل شي خو ډېر سياستوال يې مخالفت هم کوي.

XS
SM
MD
LG