د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا کابل ته د سرتاج عزيز سفر به بې باوري ختمه کړي


سرتاج عزيز او اشرف غني
سرتاج عزيز او اشرف غني

د پاکستاني وزيراعظم د قامي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي چې کابل ته يې سفر ډېر ګټور وو خو آيآ رښتيا به هم دا سفر د افغانستان او پاکستان تر منځ بي باوري ختمه کړي؟ څيړونکي وايي بي باوري به هله ختمه شي چې د وسلو والو پر ضد صادقانه کار وشي.

د پاکستان د ملي امنيت سلار کار د کابل له سفره تر راستنېدو وورستو ويلي دي چې پاکستان او افغانستان د خپلمنځي اعتماد پر بحالولو سلا شوي او دواړو هېوادونو موافقه کړي چې پر يو بل به تورونه نه لګوي.

د سياسي چارو کارپوه افراسياب خټک وايي تر څو چې د پاکستان او افغانستان زمکې د يو بل پرضد د کاريدو خبرونه راځي، تر هغو د دواړو هېوادونو پر يو بل اعتماد نه شي بحالېدلی، خټک افغانستان ته د سرتاج عزيز له سفره ډيرې هيلې نه لري: ((د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې خرابې شوي دي. په خصوصيت سره په مري کې د خبرو اترو وروستو طالبانو ته د ملا عمر د مړينې خبر په لاس ورغی او د سولې د دويم پړاو خبرې ونه شوې. طالبانو په افغانستان کې بريدونه پېل کړل او ډېرې وينې وبهيدې. له وجې يې افغانان ډير زيات خواشيني شول. په حقيقت کې د دوی خفګان پرځای وو ځکه په ښکاره چې هر څه وي خو د مري مذاکراتو کې پاکستان حکومت د طالبانو د ضامن په توګه ناست وو.))

په حقيقت کې د افغانانو خفګان پرځای وو ځکه په ښکاره چې هر څه وي خو د مري مذاکراتو کې پاکستان حکومت د طالبانو د ضامن په توګه ناست وو.

د سيمه ييزو چارو کارپوه اياز وزير بيا د پاکستان د ملي امنيت سلاکار له خبرو سره اتفاق کوي خو نوموړی وايي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اعتماد سازۍ عمل ډير په ورو روان دی خو په خبره يې دريم قوت نه غواړي چې د دواړو هيوادونو اړيکې ښې پاتې شي.

هغه د دريم قوت وضاحت ونه کړ خو زياته يې کړه: ((په ټوله دنيا کې داسې کيږي چې جنګ هم روان وي او د سولې خبرې هم کيږي. تش په دې دې له يو بل سره اړيکې نه شلوي چې يو ډز په جمرود کې وشو يا يو ډز په کابل کې وشو. دا خو به کيږي. له بد قسمتۍ څخه دا د ډېر وخت مشکلات دي، په دوه دريو ورځو کې نه حليږي))

سرتاج عزيز وايي د کابل سفر يې ګټور وو

افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. افغان چارواکي وايي پاکستان حقاني شبکه د لاس پوڅي ډلې په توګه ساتلي چې افغانستان کې ترهګريز بريدونه کوي. پاکستان دا نه مني خوافراسياب خټک وايي کوم طالبان چې په افغانستان کې فعاليت کوي د پاکستان پر زمکه د هغوي موجوديت يو راز نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا يي ولسمشر بارک اوباما د ملي امینت سلاکارې سوسن رایس، پاکستان ته د خپل وروستني سفر په ترڅ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د جدي مبارزې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG