د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځو ته د مساوې مواقعو برابرولو انلاین پروګرام


پخوانی تصوير: د پاکستان ځيني ښځې د ښځو د حقونو لپاره مظاهره کوي.
پخوانی تصوير: د پاکستان ځيني ښځې د ښځو د حقونو لپاره مظاهره کوي.

تر دې پروګرام لاندې د پاکستان څلورو واړو صوبو د خواريکښو محکمې به د کار په ځایونو کې د ښځو د کار تجربو او د هغې ضروریاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او بیا د دې معلوماتو ریکارډ ساتي.

د پاکستان حکومت او د خواريکښو نړیوال سازمان د خواريکښو ښځو خیر ښیګړې او د هغې په اړه معلومات حاصلولو لپاره یو آن لاین پروګرام شروع کړې دې چې د روزګار لپاره صنفي مساواتو ته وده ورکوي.

د دې پروګرام ترلاندې د پاکستان څلورو واړو صوبو د خواريکښو محکمې به د کار په ځایونو کې د ښځود کار تجربو او د هغې ضروریاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او بیا د دې معلوماتو ریکارډ ساتي.

د دې آن لاین پروګرام په اړه د خیبر پښتونخوا د خواريکښو د محکمې اسسټنټ ډاریکټر صایمه رحمان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په فیکټریانو ، هسپتالونو ، سکولونو او نور د کار کولو ځایونو کې ښځوته څه مسلې وي ، که هغه د کمې تنخا ، د صحت او یا د حامله ښځود چټیانو مسله وي نو د هغې حل به راوستې کیږي.

"د ښځو چې کوم شکایتونه وي نو هغه به موږ دې آن لاین پروګرام کې په ریکارډ ساتو. موږ به د خپل کتنې نظام هم سموو، او بل موږ سره زنانه انسپکټرانې نه وې نو د دې پروګرام له وجې موږ ته ضرورت پیښ شو چې موږ سره دې زنانه اسنپکټرانې وي چې هغې فیکټریانو ته ځي. نو د دې له وجې موږ ته اسانه شوه ځکه چې نارینه ښځوسره د هغې په مسلو هغسي خبره نشي کولې څنګه چې زنانه کولی شي"

صایمه رحمان مشال راډیو سره خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دې آن پروګرام خپل کار شروع کړې دې او د دې پروګرام ترلاندې به دا معلومات هم راټولوي چې په کومه صوبه کې څومره زنانه کار کوي.

"موږ به ټولې فیکټریانې په دې آن لاین پروګرام کې راولو چې دا معلومه شي چې څومره فیکټریانې زموږ په صوبه کې کار کوي . نو د فیکټریانو په شمیرو کار شروع کړې شوې دې. موږ به دې فیکټریانو کې دا هم ګورو چې په یو رجسټرډ فیکټرې کې څومره زنانه او نارینه کار کوي"

د دې نوې نظام په اړه د عورت فاونډیشن مشر عاصم ملک وایې چې اکثر له د مزدورانو استحصال د یو مینځنې تن له وجې کیږي نو دا دسي خلکو کردار ختمولو لپاره د حکومت دا اقدامات ښه ثابتیدې شي.

"د حکومت لخوا دا پروګرام شروع کولو یو ښه اقدام ځکه کیداې شي چې هغه زنانه چې په مزدورکاره طبقه کې دې نو د هغې استحصال د مینځې تن په ذریعه کیږي نو د مینځني تن کردار ختمولو لپاره او ښځوته فایده رسولو لپاره داسي اقدامات ډیر ښه ثابتیدې شي"

هم دې لړ کې د خواري کښو نړیوال سازمان لخوا جاري شوې خبر پاڼه وایې چې د مزدورانو د فلاح لپاره دا وړمبې قدم دې او د دې پروګرام د لارې راغلې رپورټونو به د خواري کښو نړیوال سازمان او د پاکستان حکومت لپاره اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG