د لاسرسي ځای

تازه خبر

زه خطر له پاکستانیو استخباراتو لرم. ماما قدیر بلوڅ


ماما قدیر بلوڅ
ماما قدیر بلوڅ

د کوټې د پولیسو له خوا د زیارت ورځ ماما قدیر بلوڅ د ساتنې لپاره پولیس سرتېري ورکړل شي،

د کوټې پولیسو بلوڅ ملتپال او د تریتم کړل شوو بلوڅانو سازمان مشر ماما قدیر وايي، د ساتنې لپاره پولیس ورکړي، دا ځکه چې پولیس وايي، نوموړي ته د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې له خوا اختار دی او وژني يې. خو ماما قدیر بلوڅ بیا وايي، ده ته تر ټولو زیات خطر د پاکستان له استخباراتو څخه دی.

د کوټې د پولیسو له خوا د زیارت ورځ ماما قدیر بلوڅ د ساتنې لپاره پولیس سرتېري ورکړل شي، چې نوموړی به له کوره تر کمپه او بیا له کمپه تر کوره پورې رسوي. په دې برسیره به درې پولیس سرتېري د ماماقدیر په احتجاجي کمپ هم ټوله ورځ ولاړ وي. د کوټې د پولیسو يوه مشر ایس ایس پي وحيدخټک له رسنيو سره په خبرو کې په دې هلکه داسې مالومات شريک کړل.

؛ ماماقدیر بلوڅ ته د تحفظ لپاره پولیس سرتېري ورکول، ددې دا مقصد دی، چې موږ دده د ځان ساتنه وکړو. دا ځکه چې په تېرو ورځو کې چې بلوڅو بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې ځيني کسان نیول شوي وو، نو هغوي په خپل اعترافي بیان کې دا ویلي وو، چې ماماقدیر بلوڅ ددوي په هيټ لیسټ باندې وو؛.

خو ماماقدیربلوڅ بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دی به دې حیرانه دی، چې ولې بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال دی وژني؟ ځکه چې دده په خبره د ته تر ټولو زیات خطر د پاکستان له استخباراتو څخه دی.

؛ ګوره زما ددې کمپ خو اوس شپږ کاله پوره شوو. مخکې هم ماته د پاکستان له استخباراتو څخه خطره وه او اوس هم شته. لاکن دا اوس يو نوی انکشاف شوی دی او زه حیرانه هم یم، چې دوي وايي، تاسو بي ايل اې وژني. زه حیرانه يم چې هغه زما له خوا هم دي، نو ما ولې وژني؟؛.

د ویلو وړ ده چې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي دوه تنه چې ددوي په خبره تعلق يې له بلوچ ریپبلیکن ارمي يا بي ايل اې سره دی، نیولي، چې همدوي بیا په خپل اعترافي بیان کې د بلوڅ ژورنالیسټ ارشاد مستويي د وژنې هم پخلی کړی او د ماماقدیر بلوڅ په اړه يې ویلي وو، چې دی هم زموږ په هدف کې وو. خو تر اوسه پورې د بي ایل اې له خوا په دې اړه رسنيو ته څه ويل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG