د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا والي: د کرنې پرمختیا مو پر ځان بسیا کولای شي


نن د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د کرنې مسلکي لیسې له پاره نوې ودانۍ له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.

نن د چارشنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د کرنې مسلکي لیسې له پاره نوې ودانۍ له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.

په یاده دوه پوړیزه وداني کې، چې په یو وخت به اوه سوه زده کوونکو مسلکي زده کړې کوي، د څه دپاسته اوولس میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوې ده.

د پکتیکا والي امین الله شارق د کرنې لیسې پاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې هیله څرګنده کړه، چې د کرنې په برخه کې د مسلکي کسانو په روزلو سره به په دې ولایت کې معیاري او اساسي کرنیزو فعالیتونو ته لاره هواره شي او د خلکو حاصلات او کرنیز پیداوار به د اوس په پرتله ډېر شي.

امین الله شارق د ودانیو او نورو ټولګټو تاسیساتو ساتنه او څارنه د هر افغان دنده وبلله او له زده کوونکو او ښوونکو يې وغوښتل، چې ټولګټي تاسیسات وساتي، ځکه هېوادوال مو په اقتصادي لحاظ ناتوانه دي او بیا د داسو ودانیو جوړول ډېر ستونرمن دي:

((له دې ورسته به مو د درسي بهیر په برخه کې ګڼي ستونزې حل شي، پکتیکا یو کرنیز ولایت دی، دا چې له خپلو ځمکو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړو باید مسلکي بزګران ولرو او دا تاسو یاست چې بزګران به روزئ او د حاصلاتو کچه به لوړوئ، د درسو په پابندۍ ټېنګار کوم، د ښوونکي او زده کوونکي یو ساعت غیرحاضري نشم زغملی، د لیسې له ښوونکو غواړم، چې د تدریسي چارو د بهبود لپاره هڅې وکړي او د ودانۍ ښه ساتنه وکړي.))

د کرنې لیسې له پاره د نویو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت د پوهنې رئیس کوچي ځاځي وویل، چې د معیاري ودانیو او ښوونیزو توکو په برابرولو سره زموږ مسلکي زده کړې هم تر پخوا ډېرې اغیزمنې شي:

((د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برنامه کې د دې لیسې وداني بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دا د څه د پاسه اوولس میلیونو افغانیو په لګښت دوه پوړیزه جوړه شوې ده او شپاړس تدریسي خونې ولري، تقریباً په یو وخت کې به ۷۰۰ شاګردان له دې څخه استفاده کوي او په شل جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.))

پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې د هغو ولایتونو څخه یو دی، چې هلته د ماشومانو او ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو له پاره په کې د زده کړو مناسب فرصتونه لږ دي.

یاد ولایت کې اوسمهال ۳۵۷ بابه ښوونځي فعالیت لري، چې له دې جملې تر نیمايي ډېر ښوونځي یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په بیدیا کې خلاصې هوا ته زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG