د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا او غزني ولایتونو کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو په پکتیا او د غزني ولایت په مربوطاتو کې د عملیاتو او درونو وسلو د بریدونو له لارې شپاړس وسلوال وژلي او ګڼ نور يې ټپیان کړي دي.

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې یادو ځواکونو په پکتیا او د غزني ولایت په مربوطاتو کې د عملیاتو او درونو وسلو د بریدونو له لارې شپاړس وسلوال وژلي او ګڼ نور يې ټپیان کړي دي.

چارواکي زیاتوي، چې د وژل شویو وسلوالو له ډلې اوه تنه د پکتیا ولایت د سیدکرم په ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملیاتو کې او نهه وسلوال د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د موش خېلو په سیمه کې د ملي اردو په توپچي بریدونو کې وژل شوي دي.

نن د چارشنبې پر ورځ د تندر ځواکونو رسنیز دفتر مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه یادو ځواکونو د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د بډم کندې په سیمه کې د وسلوالو په یو پټنځای برید کړی، چې په کې اوه وسلوال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې برید کې یوه دهشکه او درې موټرسایکلونه د ملي اردو سرتیرو لاسته لویدلې دي.

په دې برید کې د ملي اردو د یو سرتیري د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د تندر ځواکونو له رسنیز دفتر څخه مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د یادو ځواکونو له خوا د وسلوالو پر پټنځایونو د درنو وسلو د بریدونو خبر ورکړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د موش خېلو په سیمه کې د وسلوالو د راغونډیدو پر ځایونو توپچي یا د درنو وسلو ډزې کړي، چې نهه وسلوال په کې وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

په دې توپچي برید کې یو میل دهشکه، دوه میله پیکا او دوه کلاشینکوفونه له منځه تللي دي.

په وژل شویو وسلوالو کې د عمر په نوم د دوی یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG