د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ګڼ شمير وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول


د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره ۵۳ تنه د دولت وسله وال مخالفين یو ځای شول. چارواکي وايي چې دغو وسله والو به د شینوارو په بیلابیلو ولسواليو کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره ۵۳ تنه د دولت وسله وال مخالفين یو ځای شول. چارواکي وايي چې دغو وسله والو به د شینوارو په بیلابیلو ولسواليو کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

د غه وسله وال چې ځانونه يې د اسلامي امارت جنګیالیان وبلل، د سسیشنبې په ورځ د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې ته د خپلو سپکو او درنو وسلو سره راغلل او د سولې له بهير سره يو ځای شول.

د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې مشر ملک نذیر وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت او سولې شورا په ګډې همکارۍ ياد وسله وال د سولې له بهیر سره يو ځای شول.

(( نن ۵۳ کسان چې له خپلو وسلو سره چې البته لس ميله په کې راکټ وو، د ملي امنیت له لارې سولې پروګرام ته وسپارل شول. دوی د شنیوارو په غني خيلو، اچين، نازیانو، سپین غر او مومندرې ولسواليو کې يې د دولت ضد فعالیتونه لرل.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې موقع د دولت په ټولو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د ورور وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

(( د ټولو خپلو نظامي مشرانو نه مننه کوم چې په دغه ساحه کې يې دوی ته زمینه برابره کړې ده. غوښتنه مې له ټولو وسله والو مخالفینو نه دا ده چې نور له وروژنې او خپل وطن له ورانولو لاس واخلي او راشي له موږ سره د سولې په پروسه کې شامل شي.))

د قاري یاسین په نوم يو تن چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ سره تعلق لري او د دولت د وسله والو مخالفینو د شل کسیز ګروپ مشري يې په غاړه لرله، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دې وروسته به د وطن جوړیدو ته مټې ورانغاړي.

(( له تيرو پينځو کلونو راهيسې موږ په دغو ساحو کې فعالیت کولو، خو زیات فعالیت مو د بټي کوټ او مومندرې په ولسوالۍ کې و. د ننګرهار له ملي امنیت سره زموږ رابطې وشوې او خپلې وسلې مو راوړې او خپلو مشرانو ته مو مخې ته کيښودې. اوس به انشاالله چې له خپلې خاورې کلکه دفاع کوو.))

د ننګرهار د سولې شورا چارواکي وايي د سولې بهير سره يو ځای شويو وسله والو مشرانو ته تر شپږو میاشتو پورې ۱۳۰۰۰ افغانۍ او د ګروپ غړو ته يې د میاشتې ۸۰۰۰ افغانۍ ورکول کيږي.

دوی وايي چې د تيرو دريو کلونو راهيسې د ننګرهار د سولې له ولایتي کميټې سره تر دې دمه ۷۳۷ کسان يو ځاي شوي، چې ګڼ شمير يې په يو شمير دولتي ادارو کې د اجير په توګه ګمارل شوي، ځینو ته يې حرفوي کارونه ښودل شوي او په خپل روزګار شوي دي.

XS
SM
MD
LG