د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان ځيني قومي مشران: د ورانو شوو کورونو تاوان غواړو


د جنوبي وزيرستان بي کوره شوي خلک
د جنوبي وزيرستان بي کوره شوي خلک

د جنوبي وزيرستان ځينو قومي مشرانو له خپلو سيمو لېدنه کړي او وايي چې د دوی سيمې په راه نجات پوځي عملياتو کې ډېرې خرابې شوي دي. دوی وايي تر هغې چې حکومت ورله سکولونه يا ښوونځي او کورونه ونه رغوي، تر هغې به خپلو کلو ته ستانه نه شي.

د مسودوقبيلې مشران وايي چې د جنوبي وزيرستان بندې سيمې مکين، لده او کني ګرم په مکمله توګه تبا شوې دي.

څو ورځې مخکې د يادو سيمو قومي مشران د پوليټيکل ايجنټ سره تللي وو. دوی غوښتل هغته د سوې زيان کچه معلومه او چارواکو ته يې د رغولو لپاره ورپه ګوته کړي.

يو قبايلي مشر ملک سلطان نن له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې په يادو سيمو کې د راه نجات په نامه د مشکوکه وسله والو پرضد په ترسره شوو پوځي عملياتو کې د دوی کورونه، ښوونځي يا سکولونه او روغتونونه ړنګ شوي دي.هغه اوه کاله پس خپلې سيمې ته تللی وو.

نوموړي زياته کړه: (زه چې مکين ته لاړم نو هيڅ شی نه وو. د پاکستان پوځ سړک جوړ کړی خو نرو په مکين کې نه ښوونځی روف پاتې دی او نه هم د خلکو کورونه.))

زموږ هيڅ شی نه وو. د يو سړي کور هم جوړ نه وو پاتې

مرستيال پوليټيکل ايجنټ عبدالنصير نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی همېشه د جګړو او پوځي عملياتو وروسته قومي مشران د هغوی سيمو ته ځان سره بيايي تر څو د خلکو د شوي نقصان اندازه وشي.

يو بل قومي مشر ګل کرم چې مکين ته ورغلی وو، وايي: (زموږ هيڅ شی نه وو. د يو سړي کور هم جوړ نه وو پاتې!))

جنوبي وزیرستان: خلک له ګرځبندیز او امنیتي ځواکونو سر ټکوي

د مسودو قبايلي مشرانو مشال ريډي ته ويلي تر هغو به خپلو کورونو ته نه ستنيږي تر څو چې ورله حکومت د شوو تاوانونو پوره پوره حساب نه وي ورکړی.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د ۲۰۰۹ کال په جون مياشت کې راه نجات عمليات پيل کړل. دا عمليات د دغه کال تر دسمبرې مياشتې پوره جاري وو. د دې عملياتو له وجې څلورويشت زره کورنۍ بې کوره شوي چې اکثره يې بن، ډېره اسماعيل خان او پيښور کې اوسيږي.

تېره هفته د قدرتي آفتونو د نظم ادارې ويلي وو چې د بې کوره خلکو د واپسۍ دولسمې مرحله کې به خوا او شا نهه نيم زره کورنۍ د دې مياشتې په آخره کې خپلو سيمو ته ځي.

XS
SM
MD
LG