د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند مرکزي حکومت په غچ اخیستلو تورن کړ


د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو پر مرکزي حکومت نيوکي کړي او ويلي يې دي چې له دوی سره د غچ تګلاره پر مخ وړي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو پر مرکزي حکومت نيوکي کړي او ويلي يې دي چې له دوی سره د غچ تګلاره پر مخ وړي.

د دې ګوند مرستيالې مشرې شيري رحمان او د اطلاعاتو پخواني وزير قمر زمان کايره د پنجشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د ګوند غړي يې نه په اداري فساد کې ککړ دي او نه يې هم کله د ترهګرو مرسته کړې ده.

خبرې غونډه تر هغه وروسته وشوه چې کله یوه پاکستاني عدالت د دغه هیواد د پخواني وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني او د ده د حکومت د یوه مشر وزیر مخدوم امین فهیم د نیولو حکم صادر کړ. دوی دواړه د خپل واک په دوره کې د ملیونونو ډالرو رشوت په اخیستو تورن شوي دي.

د فساد پر ضد یو عدالت پرون د پاکستان د پلټنو فيډرالي ادارې ته امر وکړ چې ګیلاني او فهیم ونیسي او د سپټمبر په لسمه یې عدالت ته وړاندې کړي.

ګیلاني، چې له ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۱۲ م کال پوري د پاکستان وزيراعظم و، په های کورټ کې اپيل کولای شي تر څو ضمانت یې ومنل شي او جېل ته ونه لېږل شي.

مخدوم امین فهیم، چې د سوداګرۍ وزیر و، د سرطان ناروغي لري او په لندن کې یې درملنه روانه ده.

له بلې خوا پرون د پاکستان د پټرولیم پخوانی وزیر عاصم حسین د اداري فساد د یوې بلې مقدمې په خاطر عدالت ته حاضر شو.

دوی درې واړه د پاکستان پیپلز ګوند غړي دي.

XS
SM
MD
LG