د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د سویل ختیز زون په څلورو ولایتونو، خوست، غزني، لوګر او میدان وردکو کې ۱۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د سویل ختیز زون په څلورو ولایتونو، خوست، غزني، لوګر او میدان وردکو کې ۱۵ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن سهار مشال راډیو ته د ملي اردو د تندر ځواکونو څخه په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بیګاه شپه د خوست د باک ولسوالۍ په ماڼه کلي کې یو شمېر ماین جوړونکي د ماین پر جوړولو لګیا وو، چې یو ماین د شارطۍ له کبله چاودنه کړې او په کې څلور ماین جوړونکي ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ اړوند د پیروکي په غونډیو کې پر وسله والو د ملي اردو د سرتیرو له خوا د درونو وسلو ډزې شوي او په کې درې وسلوال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د دې ترڅنګ د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د الوزیو او د میدان وردکو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د څلورو وسلوالو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

تر اوسه د دولت وسلوالو ډلو دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG