د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان غير ثبت شوي افغان کډوال ثبتوي


يو افغان کډوال خپل رجسټرډ شوی کارډ ښئ.
يو افغان کډوال خپل رجسټرډ شوی کارډ ښئ.

پاکستاني چارواکي وايي چې دوی به دوه اونۍ وروسته د افغان کډوالو رجسټريشن پيل کړي. دوی له افغان حکومته غوښتي چې ثبت شوو افغان کډوالو ته دې پاسپورټونه ورکړي تر څو پاکستان ورته پرې وېزې ولګوي.

اسلام آباد کې د افغان سفارت چارواکي وایي چې پاکستان کې مېشته غیررجسټر‌ډ کډوالو رجسټریشن يا ثبتول به په راتلونکو دوو اونيوو کې پيل شي.

اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت د کډوالو د چارو مشر مصري خان مومند مشال ریډیو ته وویل چی تیره اونۍ د پاکستان د سرحدي چارو يا سیفران وزیر عبدالقادر بلوچ سره د خپلی ډلې په کابل کې د افغانستان د مهاجرینو وزیر سید علمي بلخي سره ولیدل او دواړه چارواکو دا خبره باوري کړه چی غیر راجستر کډوال به خامخا رجسټرډ کوي.

د نوموړي په وینا د روان کال د جولايي میاشتې له ۲۵ نیټې پيلېدونکی رجسټریشن د ځينو تخنيکي ستونزوه له کبله ځنډيدلی وو چې اوس بيا شروع کيږي.

بلخوا د پاکستان د کورنيوو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د ګل په ورځ په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د غیر راجستر کډوالو د رجسټریشن په وړاندېز اعتراض لري. هغه زياته کړه چې کيدای شي افغانستان ته تللي کډوال بيا پاکستان ته راشي ځکه چې د رجسټريشن قانوني لاره به يې موندلي وي.

د یادونې ده چې د سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ د ملګري ملتونو د كډوالو لپاره هايي كمشنر انتونيو ګټرز چې د روان کال په جون میاشتې کې د اسلام آباد په سفر وو، سره ګډې خبري غنډې ته ویلي وو چې په پاکستان کې له لسو لکو زیات غیر راجستر کډوال ميشت دي.

پاکستاني چارواکو دا هم ويلي چې افغان حکومت سره يې د رجسټرډ شوو کډوالو په اړه خبرې کړي چې پاسپورټونه ورته ورکړي. د سفران وزارت د افغان کډوالو چيف کمشنر ډاکټر عمران ذيب مشال ريديو ته ويلي چې دوی غواړي رجسټرډ شوو افغان کډوالو ته په پاسپورټونو وېزې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وايي له پاکستان سره يې په دي وروستيوو کې په دوه اړخیزه ناسته کې د افغان کډوالو په اړه تفاهم لیک نهایي شوی دی چې له مخې يې پاکستان تر دوو کلونو پورې افغان کډوال په خپله خاروه کې اوسيدو ته پريږدي.

دغه خبرې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير، سيد حسین عالمي بلخي پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په هغه غونډه کې کړي چې په ارګ کې وشوه.

XS
SM
MD
LG