د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: جګړو بې کوره کړې ځينې کډوال خپلو کلو ته واپس شوي


د کورمې خلک
د کورمې خلک

په ۲۰۰۷ کال کې په کورمه کې د شيعه وو او سنيانو ترمنځ د نښتو له امله ګڼ خلک خپلو سيمو پريښودلو ته مجبوره شوې وو. چارواکي دا شمېره دوه ويشت زره ښئ چې اته زره يې خپلو سيمو ته واپس تللې دي.

په کورمه کې د فرقه ييزو شخړو له امله بې کوره شوې له سلو ډېرې کورنۍ واپس شوې دي.

مرستیال پولټیکل ایجنټ شاهد علي خان نن مشال ریډیو ته وویل چې د واپسۍ دغه عمل له سه شنبې پيل شوی او تر څو ورځو پورې به جاري وي. د هغه په خبره د لنډي وام او د کڅکې علاقو شاوخو یو نیم سل نورې اغېزمنې شوې کورنۍ به هم ستنولی شي.

نوموړي زياته کړه چې کوم خلک په خپله خوښه سره واپس تلل غواړي، هغوی سره به د پولټیکل انتظامیې لخوا په واپسۍ کې مرسته کیږي.

په کورمه کې د فرقه یيزه شخړو له امله په تېرو اتو کلونو کې شاوخوا دوه ویشت زره کورنۍ بې کوره شوي وي چې پکې د یوې شمیرې ترمخه څوارلس زره کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند په تیرولو مجبوره دي. د چارواکو په خبره د دې کورنيوو ډېر شمېر د سنيانو دی.

په ۲۰۰۷ کال کې کورمه کې شيعه وو او سنيانو ترمنځ نښتې شوې وي چې پکې د دواړو خواوو ګڼ کلي ويجاړ شوي او خلک خپلوسيمو پريښودلو ته مجبوره شوې وو.

ځایي مشر او يو کډوال کس ملک عطاءالله مشال ریډیو ته وویل پکار دي چې حکومت زر تر زره نورې متاثره کورنۍ هم خپلو سيمو کې آبادې کړي.

پکار ده حکومت د نورو کډوالو د ستنولو انتظام هم وکړي
يو ځايي قومي مشر

د دې په ځواب کې مرستیال پولټیکل ایجنټ شاهد علی خان وایی چې پاړه چنار او خوا او شا سيمو متاثرينو د واپسۍ په اړه خبرې روانې دي او ډېر زر به د دي خلکو د بېرته تګ په اړه اعلان وکړي.

واضحه دې وي چې په ۲۰۰۸ کال کې د شیعه او سني مشرانو ترمنیځ په مري کې یوه لوظنامه لاس لیک شوې وه چې پکې یوه ماده دا هم وه چې د جنګونو په وجه د بې کوره شوو خلکو سره به په بیا ابادۍ کې مرسته کیږی.

په ۲۰۱۱ کال کې دغه لوظنامې د عملي کیدو وروسته د بې کوره شوو خلکو واپس په سلسله واره توګه شروع شوې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG