د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د دفاع وزیرانو غونډه جوړيږي


ټاکل شوې چې د تيرو ۱۴ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سیمې د هېوادونو د دفاع وزیرانو یوه غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې چې د تيرو ۱۴ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سیمې د هېوادونو د دفاع وزیرانو یوه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزير حکمت خلیل کرزي دا موضوع په وروستیوکې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازې له مرستیال تادامیچي یاماموتو سره د لیدو پرمهال څرګنده کړه.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د معلوماتو ورکولو ډډه وکړه خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې دا غونډه له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره د سیمې د همکارۍ د جلبولو لپاره ډيره مهمه ده:

((په افغانستان کې دغه د دفاع وزیرانو ناسته ډیره د اهمیت وړ ده ځکه افغانستان له تروریزم سره جګړه کې په لومړي خط کې دی. نو سيمه او آن ټوله نړۍ باید په دغه جګړه کې برخه واخلي او له افغانستان سره مرسته وکړي.))

بلخوا د بهرنیو چارو مرستیال وزير دا غونډه په افغانستان او شاوخوا هيوادونو کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهمه بللې ده.

حکمت خلیل کرزي په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازې له مرستیال سره د لیدو پرمهال ويلي چې ترهګري نه یواځې افغانستان ته زیان رسوي بلکې سیمه یې هم له ګواښ سره مخ کړې ده.

له دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمې پر همکارۍ ټینګار کړی و.

خو يو شمېر شنونکي بیا وایي، سیمه او په ځانګړي توګه افغانستان د هغو وسله والو له لوري ګواښل کیږي چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي.

شنونکي محب الله شریف ازادي راډيوته وویل، افغانستان باید د سیمې له هيوادونو سره یوځای پر پاکستان فشار راولي څو د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

((د پاکستان یا هر هغه هيواد پرضد چې په افغانستان کې د تخریب مسوولیت لري او د هغوی پرضد شواهد موجود وي. د هغوی پر وړاندې له سیمې سره ډیپلوماټیکې اړیکې په کار دي څو پر پاکستان فشار راولي چې داسې ورانکاره اعمال پریږدي.))

نوموړی دغه راز وایي، تر هر څه مخکې لازمه ده چې افغان حکومت یو واحد ملي دریځ د هغو ګواښونو پر وړاندې رامنځ ته کړي چې د ګاونډیو له لوري ور پيښ دي.

د چارو شنونکي همدا راز ټینګارکوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې سیمه ییزې هڅې باید په وقفه یې شکل نه بلکې د یو میکانیزم او ځانګړې ستراتیژۍ له لارې پرمخ ولاړې شي څو د سیمې د ثبات لپاره مثبتې نتیجې ولري.

XS
SM
MD
LG