د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: تجارانو د ملېشه ځواکونو پر ضد لاريون وکړ.


د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې نن په لسګونو تجارانو د دغه ښار له ډبل سړک څخه بیا تر باچاخان څلورلارې پورې لاريون کړی او غوښتنه يې کړې چې نور دې د پاکستان ملېشه ځواکونه تجاران تنګول بند کړي.

د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې نن په لسګونو تجارانو د دغه ښار له ډبل سړک څخه بیا تر باچاخان څلورلارې پورې لاريون کړی او غوښتنه يې کړې چې نور دې د پاکستان ملېشه ځواکونه تجاران تنګول بند کړي.

د تجارانو په خبره ملېشه ځواکونه له دوی څخه لومړی پر جوړو شوو امنيتي پوستو رشوت اخلي او وروسته چې يې سامان کوټې ښار ته را ورسېږي، نو بیا يې ورڅخه قبضه کړي.

تجارانو نن (سېشنبه) غرمه د کوټې په بېل بېل سړکونو د يون پر مهال د پاکستان د ملېشه ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول. تجاران وايي، د ملېشه ځواکونو سرتېري يې په پرناحقه ځوروي، شکوي او وروسته يې مالونه ضبطوي.

د تجارانو د اتحاديې مشر رحيم کاکړ په دې احتجاج کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، هر هغه تجار چې د ملېشو په کروړونه روپۍ رشوت ورنه کړي، مال يې ضبط کړي.

((موږ له ملېشه ځواکونو څخه سخت تنګ شوي يو. ځواکونه زموږ تجاران لومړی په لويو لويو لارو نیسي، پېسې ورڅخه اخلي او وروسته چې موږ همدا سامان کوټې ښار ته راوړو، نو دلته يې بیاهم ونیسي او ضبط يې کړي))

د تجارانو د اتحاديې يو بل مشر الله داد ترين بیا وايي، د پاکستان ملېشو په تېر کال يا يونيم کال کې ددوی د تجارانو تر ۲۰ اربه کلدارو زیات مالونه ضبط کړي چې د ده په خبره د دوی کاروبار يې سخت اغېزمن کړی دی.

د تجارانو له خوا په دې لاريون کې د پاکستان د ملېشه ځواکونو پرضد سخت شعارونه ورکړل شوه او دا ځواکونه يې په صوبه کې دوهم حکومت وباله. خو کله چې مو د تجارانو دا نيوکې او تورونه په کوټه کې د ملېشه ځواکونو د چارواکو مخې ته کښېښودې، نو هغوی د تجارانو دا نيوکې او تورونه ناسم وبلل او زیاته يې کړه، ملېشه ځواکونه د افغانستان او ایران له پولو نیولې بیا تر کوټې پورې د هر ډول غيرقانوني سامانونو مخه نيسي.

XS
SM
MD
LG