د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: د اورلګېدنې په پیښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي


د افغانستان په هرات ولایت کې د اوبلن ګاز یو شرکت ته څېرمه په یوې اورلګېدنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او شپږنورټپیان شوي دي.

د افغانستان په هرات ولایت کې د اوبلن ګاز یو شرکت ته څېرمه په یوې اورلګېدنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او شپږنورټپیان شوي دي.

د دغه ولایت ویاند احسان الله حیات نن ازادي راډیو ته وويل چې دغه پېښې ۴۲ میلیونه افغانۍ زیان هم اړولی دی.

د مهدي ګل په نامه يو عيني شاهد بيا وايي چې د ګازو په شرکت کې تر چاودنې او اورلګېدنې وروسته نږدې ټانکرونو هم اور واخيست چې په نتيجه کې يې ۱۰نور ژوبل شول.

دغه اورلیګېدنه تېره شپه ۱۲ بجې د دهنه کمرکلاغ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

چارواکو د دغې اورلګېدنې لامل د شرکت د مسوولانو بې احتیاطي ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG