د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:سیاسي او مدني فعالان د سولې له پاره سیمه ییزه همکاري اړینه بولي


خوست کې د مدني فعالانو غونډه
خوست کې د مدني فعالانو غونډه

په خوست کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو استازي وايي، چې په افغانستان کې د دایمي سولې له پاره د سیمه ییزې همکارۍ او د هېوادونو په منځ کې د اعتماد جوړول مهم دي.

دوی چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په روان سیاسي او امنیتي وضعیت د بحث له پاره راټول شوي ول، ویې ویل که چیرې په افغانستان کې د سولې له پاره د سیمې هېوادونه او ګاونډیان په صادقانه ډول همکاري ونه کړي، نو په دې هېواد کې دایمي ثبات نه رامنځته کیږي او شته ناخوالې به دوام پیدا کړي.

د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو استازو ټينګار لاره، چې د افغانستان ناخوالې د سیمې د هېوادونو پر امنیت او اقتصادي مسائیلو هم تاثیر ګزاره دي او له همدې کبله هلته هم په یو ډول عوام او ولسونه ځاني او مالي زیان ویني.

د تړون اونیزې مسوول مدیر روان نورزي مشال راډیو ته وویل، همدا اوس د منځنۍ اسیا هېوادونه، د چین ځنې برخې، ایران، هند او پاکستان له دې بې ثباتۍ زیان منونکي دي او په بشري او اقتصادي لحاظ متضرره کیږي:

« د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالت زموږ او د سیمې د هېوادونو له پاره مهم دی، که نن تاسو د چین په سرحدي سیمو، د پاکستان په قبایلي سیمو، د منځنۍ اسیا په هېوادونو او په ایران کې ځنې پيښې او تهدیدونه وینئ، هغه له افغانستانه ځانته نه دي، تاسو وینئ هند له ګواښ سره مخامخ دی او د پاکستان ولس خو نږدې د افغانستان په شان ځاني او اقتصادي زیانونه ویني، دا ټول سیمه ییز مشکلات له دې کبله دي، چې دوی په مستقیم ډول او ځنو ځایونو کې په نیابتي بڼه افغانستان کې دخیل دي، نو دوی ته متوجه زیانونه به د کمیدو پر ځای نوره پسې ډیریږي.»

د خوست د ولایتي شورا غړی عبدالولي واحدزی وايي، چې د پخوا په پرتله په افغانستان کې د سیمه ییزې همکارۍ د جوړولو له پاره ښه شرایط برابر شوي او په دې لاره کې شخصاً د ولسمشر غني هڅې د پام وړ دي، خو تر اوسه د ګاونډیانو په کړنو کې د ښه توب تاثیرات نه مالومیږي.

نوموړی په افغانستان کې د سولې د عملیې د تحقق له پاره سیمه ییزه همکاري او د ګاونډیو هېوادونو صادقانه هڅې د اساسي شرطونو په توګه بولي:

« افغان حکومت باید د خپلو نړیوالو متحدینو په ملتیا په سیمه ییزه کچه د همکاري د تامینولو او اعتماد د جوړولو له پاره عملي کارونه وکړي، افغانستان یو داسې هېواد دی، چې وګړي يې په نړۍ او ګاونډیو هېوادونو کې خواره واره شوي او محتاجه دي، نو که چیرې ګاونډیان د افغانستان په ملګرتیا ډاډمن نه شي، دوی همکاري نه کوي او سوله هم ژر نه شي راتلای.»

دا چې ولې په افغانستان کې د سولې له پاره د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو په رښتیني همکارۍ شکونه کیږي قومي مشر محمدولی شاه عمرزی يې په اړه داسې نظر لري:

« په افغانستان کې تر اوسه هغه اهداف چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه يې غواړي، د دوی له نظره نه دي تامین شوي، نو له دې کبله د دوی د سولې په پروسه کې کومک نه کوي، هر کله چې د دوی خواستې په افغانستان کې سرته ورسیږي، د دوی خامخا په افغانستان کې امن ته حاضریږي.»

مدني فعال شاه جهان عزیزي وايي په افغانستان کې د ثبات رامنځته کول یوازې د ګاونډیانو کار نه دی، بلکې په خپله د دې هېواد خلک او افغان حکومت هم په دې اړه مهم مسوولیتونه لري:

« که چیرې افغان حکومت یو واضح بهرنۍ سیاست ونه لري او د خلکو د ژوندانه د ښه کولو له پاره ښې برنامې ونه لري، چارواکي د وطنپرستۍ احساس ونه لري، په خپله افغانیت حاکم نه وي، ټوله ورځ د پاکستان، ایران او د سیمې له هېوادونو نه شکایت څه مانا نه لري، حکومت څه کړي دي، افغانان باید سره متحد شي او د دښمن لاس په دې ورمات کړي، چې نور مو نه غواړو، افغانان باید خپل افغانیت ثابت کړي.»

د همکارۍ شورا یو تن غړی وايي، د افغانستان بې ثباتي د ګاونډیانو په زیان تمامیږي او که چیرې په دې هېواد کې جنګ او ناامنۍ وي، دوی هېڅکله هم پوره امن او ثبات نه شي پیدا کولای:

« کله چې په افغانستان کې اور بلیږي، له سپرغیو يې هېڅکله د سیمې هېوادونه په امن کې نه پاتې کیږي، ځکه افغانستان د اسیا زړه دی او دا هېوادونه چې له اسیا راچاپیره دي، ورڅخه متضرره کیږي، داسې چې په افغانستان کې د پردیو او په منطقه کې د ترهګریزو ډلو او مافیايي بانډونو له پاره په کې د اوسیدو او فعالیتونو د سازماندهۍ ځای پیدا کیږي او له دې ځایه دوی هم زیانمن شي.»

په خوست کې داسې مهال د سیاسي ګوندونو او سازمانونو استازي په افغانستان کې د دایمي سولې له پاره د سیمه ییزې همکارۍ ایجاد او د ګاونډیو هېوادونو صادقانه مرسته مهمه بولي، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمداشرف غني هم د افغانستان د خپلواکۍ د کالیزې په لمانځغونډه کې خبرداری ورکړ، چې که افغانستان ناامنه وي د سیمې یو هېواد به هم په کرار نه وي پاتې.

ده وویل چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید له تروریزم سره جدي مبارزه وکړي او افغانستان ته د دایمي سولې په راوستلو کې خپله ملګرتیا ثابته کړي.

XS
SM
MD
LG