د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په قلم کې اېښودل شوي بم شپږ زده کوونکي ټپیان کړل


د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ د خیربین د کلي په یوه ښوونځي کې هغه قلم چې چاودیدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو د ښوونځي د مدیر په شمول شپږ تنه زده کوونکي ټپیان کړي دي.

د پکتیکا ولایت د یوسفخیلو ولسوالۍ د خیربین د کلي په یوه ښوونځي کې هغه قلم چې چاودیدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو د ښوونځي د مدیر په شمول شپږ تنه زده کوونکي ټپیان کړي دي.

په دې چاودنه کې دوه تنه ماشومان سخت ژوبل شوي ول چې د مرکز ښرنې ملکي روغتون ته راوړل شوي ول.

د دغو ماشومانو سپین ږیري پلار هاشم هیلوکاروان راډیو ته وویل چې ۱۲ کلن اصغر دده مشر زوی او د یادې چاودنې له امله یې یو لاس له مړونده پرې شوی دی او بل ۹ کلن زوی یې هم سخت ټپي دی.

سپینږیري وویل چې دا پیښه د خیربین ولسوالۍ په ښونځي کې شویده ده ، د د ده په وینا چې زامنو یې په ښوونځي کې قلم پیدا کړی وواو د قلم سره د لوبو کولو په وخت کې قلم چاودنه کړې چې پکې دده د دوه زامنو په شمول پنځه تنه زده کوونکي او د لیسې مدیر ټپیان شوي دي

سپینږیري هاشم نه پوهیده چې دا کار به چا کړی وي خو ده د وطن دښمنانو ته ښیرا کوله.

د ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنار ګل صدیقي هم پیښه تاییدوي او وایي چې دا پیښه په خیربین ولسوالۍ کې شویده او له پیښې څخه دوی ته دوه ټپي ماشومان راوړل شوي دي.

له دې وړاندې هم په همدې ښوونځۍ کې دې ته ورته پیښه کې یو زده کوونکی هغه مهال وژل شوی و کله چې چاکلیټ ته ورته چاودیدونکي توکې یې خوله کې اچولی و او چاودنه یې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د پکتیکا په سرحوضه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او سمیه پولیسو تر منځ د نښتې په جریان کې په یوه ښوونځي باندې د راکټ مرمۍ د لګیدلو له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

XS
SM
MD
LG