افغان چارواکو یو وار بیا پر پاکستان تور پورې کړی چې په خپلو ښارونو کې یې د طالبانو د څرګندو غونډو مخه نه ده نیولې.
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس وايي، د طالب مشرانو تر منځ د اختلافاتو د ختمولو لپاره یوې ډلې منځګړو ملایانو په وروستیو ورځو کې د طالبانو له مشر ملا اختر محمد منصور سره غونډه کړې ده.
افغان حکومتي چارواکي وايي چې د طالب مشرانو دا غونډې په کوټه او د پاکستان په ځینو نورو ښارونو کې کېږي.
د ولسمشر اشرف غني ویاند ظفر هاشمي د جمعې پر ورځ اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل:
” دا ډلې په څرګنده په پاکستان کې غونډې کوي او له هغه ځایه د افغانستان خلاف جګړه اعلانوي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "که چیرې پاکستاني طالبان په جلال اباد کې غونډې وکړي نو د پاکستان خلک به څه ډول احساس کوي؟"
تر دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني په یوه لیک کې له پاکستانېو چارواکو غوښتي وو چې په پاکستان کې دې د افغان طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي. د پاکستانیو چارواکو د افغان لورې د دې څرګنده ونې په اړه له څه نه دي ویلي.