د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ په زدکړو کې هم وځلېده


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

د سولي نړيواله جايزه ګټونکې ملالي يوسفزۍ د لسم جماعت په کلنی ازموينه کې تر ټولو زياتې نمبرې اخستې دي.

پراګ: د سولي نړيواله جايزه ګټونکې ملالي يوسفزۍ د لسم جماعت په کلنی ازموينه کې تر ټولو زياتې نمبرې اخستې دي.

د ملالې پلار ضيااولدين يوسفزي مشال رېډيو ته د جمعې په ورځ په يو برېښنا ليک کې په هر مضمون کې د اخستل شوو نمبرو تفصيل ليکلی دی.

د برېښنا ليک له مخي ملالي يوسفزۍ په رياضي، بيالوجي، کیميا، فزکس او دينيات کې تر ټولو لوړي یانې اې پلس او په تاريخ، جغرافيه، انګريزي ژبه او ادب کې د اې کچي نمبرونه اخستې دي.

ضياوالدين يوسفزي پخپل ټوټر پيغام کې ويلي چې دی او ميرمن تور پيکۍ د خپلي لور په دغه کاميابي وياړ ي.

پر ټویټر پاڼه د ملالې یوسفزۍ د پلار ضیاءالدین یوسفزۍ

ملاله په ۲۰۱۲ کال کې په سوات کې طالبانو په سر کې په ډزو ويشتلې وه.

دا د درملنې لپاره بريتانيا ته يوړل شوې وه او وروسته يې هم هلته د برمنګهم په ايج بسټن هايي سکول کې داخله واخسته.

ملالي يوسفزۍ ته د ۲۰۱۵ م کال د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوې وه.


XS
SM
MD
LG