د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د عدم تشدد په ارزښتونو سيمينار تر سره شو


په جلال اباد کې يوې غير دولتی موسسې « له تاو تريخوالي ډکې افراطي کړيو سره د مبارزې په خاطر د ځوانانو ډيالوګ» تر سرليک لاندې يو ښوونيز سيمینار جوړ کړی و چې د افغانستان په يو شمير ولايتونو سربيره په کې له خیبر پښتونخوانه څخه هم يو شمير ځوانانو برخه اخيستې وه.

په جلال اباد کې يوې غير دولتی موسسې « له تاو تريخوالي ډکې افراطي کړيو سره د مبارزې په خاطر د ځوانانو ډيالوګ» تر سرليک لاندې يو ښوونيز سيمینار جوړ کړی و چې د افغانستان په يو شمير ولايتونو سربيره په کې له خیبر پښتونخوانه څخه هم يو شمير ځوانانو برخه اخيستې وه.

دغه ښوونيز سيمينار جې د ټي، ايل ، اوو، یا اړيکو دفتر له اړخه د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې تر سره شو، کابو اويا تنو پورې ځوانانو په کې ګډون کړی چې، د تشدد په لاملونو او د هغې د مخنيوي په اړه په کې په ګروپي شکل د ځوانانو تر منځ نظرونه تبادله شول. د ياد دفتر د عامه اړيکو مسوول محمد نبي تدبیر وايي، تر دې وړاندې يې هم دوه غونډې جوړې کړې وې، چې په ټولنه کې د تشدد په لاملونو او د عدم تشدد په ارزښتونو د ځوانانو تر منځ بحثونه شوي وو. دی وړاندې وايي:

(( نن په دې خبرې کوو چې ځوانان ولې له تشدد نه کار اخلي او له وسله والو ډلو سره يو ځای کيږي. هغه ځوانان چې له وسله والو سره يو ځای شوي، په ټولنه باندې يې تاثرات څه دي؟ يو شمير ځوانان هم له دولت سره کار کوي، هم د مدني ټولنې فعالان ځانونه ښيي، خو په فکري توګه له وسله والو ډلو سره دي.))

عتیق الله مطمین چې په یاد ښوونيز سيمينار کې يې له هرات ولایت نه ګډون کړی و، مشال راډيو سره په خبرو کې له وسله والو ډلو سره د ځوانانو د يو ځای کيدلو لویه وجه بې روزګاري یاده کړه.

(( موږ په هره غونډه کې دې نتیجې ته ورسيدو چې موږ باید خپله ټولنه له دغې ناحوالو څخه وژغورو. نن په دې خبره وشوه چې ځوانان ولې له وسله والو مخالفینو سره يو ځای کيږي. ځوانان په دې خاطر له وسله والو سره یو ځای کيږي چې حکومت ورته نه په کليو کې او نه هم په ښارونو د کار زمینه برابره کړې ده.))

بوستان وليزی چې د خوست ولایت نه د دغه ښوونيز سيمينار برخوال مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د عدم تشدد په اړه چې يې څه په دې ښوونيز سيمينار کې زده کړل، دوی به يې په خپلو سيمو کې هغو ځوانانو ته تبلیغوي چې له وسله والو ډلو سره يو ځای شوي دي.

(( هغه ځوانان چې له دولت څخه ليرې شوي، خپه شوي او له وسله والو سره يو ځای شوي، موږ به په خپلو کليو بانډو کې کوشش وکړو، پروګرامونه به جوړ کړو، تر څو دغه مسايل چې موږ دلته زده کړي، له هغوی سره يې شريک کړو.))

د فضل دیان محبوب په نوم يو تن چې د خیبر پښتونخوا له چارسدې سره تعلق لري او د ياد ښوونيز سيمينار ګډونوال دی، مشال راډيو سره په خبرو کې وايي:

(( د تشدد په هکله چې کوم نظریات دلته موږ سره ځوانانو شريک کړل، ډير زیات موثر ثابت شول، زه غواړم چې په راتلونکي کې هم دغه شان غونډو کې ګډون وکړم تر څو د خیبر پښتونخوا ځوانان له دغه مفیدو غونډو له پیغامونو خبر کړم.))

د اړيکو د دفتر مسوولين وايي چې په تيرو غونډو کې د ځوانانو له بحثونو څخه دا په ډاګه شوي وو، چې بې روزګاري، فقر، د تعليم نیشتوالی، په حکومت کې د فساد موجوديت او د بهرنيو هیوادونو ناوړه تبلیغات هغه عمده لاملونه دي چې ځوانان يې د وسله والو په لیکو کې درولو ته مجبوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG