د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل و اسلام اباد دواړه د ترهګرۍ ضد یو دي: ګورنر اڅکزی


د کوټې په افغان قونسلګرۍ کې د افغانستان خپلواکۍ غونډې ته د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی د پاکستان ګڼ سیاستوالان او چارواکي ورغلي ول.
د کوټې په افغان قونسلګرۍ کې د افغانستان خپلواکۍ غونډې ته د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی د پاکستان ګڼ سیاستوالان او چارواکي ورغلي ول.

کوټه - د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی وايي، پاکستان او افغانستان دواړه هېوادونه د ترهګرو او ترهګرۍ پر ضد يو دي او د ده په خبره دواړو هېوادونو ترهګر پسې اخیستي او ډېر ژر به په ټوله سیمه کې امنيت وغوړېږي.

ګورنر اڅکزي دا خبري په کوټه کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې ددغه هېواد ۹۶مې خپلواکۍ د جشن په وياړ په جوړې شوې لمانځغونډه کې تر ګډون وروسته له مشال سره په خبرو کې کړې. د اڅکزي په خبره د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته ترهګر پټنځايونه لري او يوې بلې خواته اوړي را اوړي.

((له ۳۰ کلونو راهیسې دلته بين الاقوامي ترهګري روانه وه. نو ګای له يوې خوا څوک راشي، او ګای له بلې خوا، خو ترهګر يې په مخه اخیستې دي. کله د پولې له يوې خواته بلې خوا ته ترهګر واوړي، او کله بیا له بلې غاړې ته، ځکه چې دواړه هېوادونه ډېره لویه پوله سره لري. او ساتل يې لږ څه ستونزمن کار دی.))

له ګورنر محمد خان اڅکزي څخه مې وپوښتل، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړيکي په دې وروستيو کې يو وارې بیا ترينګل شوې، ايا دوی د ترهګرۍ پر ضد سره يو دي او که څنګه؟ اڅکزي په ځواب کې وویل:

((بله لاره ګرسره نشته، چې دا ترهګر به له دې ځای څخه ځي او له دنیا څخه به ختمېږي. که داسې نه وي، نو په دنیا کې امن نشي راتللای. اوس دا دی، له استنبول څخه نیولې بیا تر کندهار پورې ټوله سیمه ترهګرو په مخه اخیستې ده.))

تردې وړاندې په کوټه کې د افغانستان قونسل جنرال وحيدالله مومند لمانځغونډې ته په خپله وينا کې وویل، افغانستان نور جوړ شوی او د پرمختګ پر لار رهي شوی دی.

د مومند په وينا، افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې بېخي زیاتې لاس ته راوړنې لرلې دي. او هلته د امنيت له ښه کېدو سره په ټولو سیمه کې امنيت ښه کېدلای شي.

په کوټه کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په دې غونډه کې د پاکستان د سېنېټ غړيو، د قامي او صوبايي اسمبلۍ نرينه او ښځينه غړيو، د پاکستاني پوځ د سوېلي کمانډ د قومندان استازي، سیاستوالانو، ليکوالانو او ګڼو افغانانو ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG