د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې قبایل ((وفاقي جمهوري سیمې)) وګرځوي


د ناامنیو او پاکستاني پوځ عملیاتو له کبله لکونه خلک له قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي.
د ناامنیو او پاکستاني پوځ عملیاتو له کبله لکونه خلک له قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي.

اسلام اباد - د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازي وايي، حکومت دې یا قبایلو ته د بېلې صوبې درجه ورکړي، یا دې دا په خیبر پښتونخوا کې شامله کړي او یا دې دا وفاقي ډیموکراټې سیمې وګرځوي.

دا غوښتنه د قبایلي سیمو سېنېټرانو او د قامي اسمبلۍ غړو پر چارشنبه یا شورو په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړه. د پارلېمان په دې غړو کې غازي ګلاب جمال، حاجي شاه جي ګل اپریدی، ساجد حسین توری، ناصر خان اپریدی، سېنېټر تاج محمد اپریدی او سېنېټر هلال الرحمان شامل ول.

دوی وویل، د ۲۰۱۳ز کال تر انتخاباتو وروسته د دوی لومړۍ غوښتنه د بې کوره کړل شویو کډوالو په درناوي خپلو کلیو ته د ستنولو وه. دوی وویل، د ستنو شویو کډوالو د ژوند بیا رغونه او اصلاحات د دوی له مهمو غوښتنو دي. د پارلېمان غړي وايي، حکومت دې د اصلاحاتو واک د قبایلي سیمو منتخبو استازو ته ورکړي.

دوی وویل، یا خو دې قبایل وفاقي جمهوري سیمې یا فیډرل ډیموکریټېک ایریا وګرځول شي او یا دې په پخوانیو دوه وړاندیزونو یانې بېلې صوبې یا د پښتونخوا پر برخو ګرځولو کار وشي.

په دې اړه مو له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدینه پوښتنه وکړه چې د دوی د مسلم لیګ (ن) ګوند په واکمنۍ کې هم قبایلو ته د هغوی حقونو په ورکولو کې ولې نه دی بریالی شوی؟

ده وویل، د ګوند په هره غونډه کې یې د قبایلو د حقونو لپاره غږ (ږغ) پورته کړی او وزیراعظم د دوی غوښتنو په منلو هم سلا شوی خو ټول مشکل د قبایلي سیمو چارو دفتر فاټا سېکرېټرېټ جوړ کړی دی او په اصلاحاتو کې تر ټولو لوی خنډ همدا دفتر دی. ده وویل، دا دفتر نه غواړي چې د قبایلي سیمو چارې یې له لاسه ووځي.

د قبایلي چارو پوه ډاکتر محب وزیر وايي، د هغو سیمو ولس له لسیزو راهیسې له خپلو حقونو بې برخه دی نو که د قبایلو مشران او ولس یو ځای شي او له حکومته د بېلې صوبې غوښتنه وکړي، یا واک وغواړي او یا د پرمختیايي کارونو غوښتنه وکړي نو شونې ده چې حکومت یې د فشار له کبله دا غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG