د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالی انځورګر مراد وايي، لومړۍ استاده یې مور وه

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د سوات له یوه پېژندل شوي انځورګر مراد سره خبرې کړې دي.

مراد وايي، د مېنګورې دی او له وړوکتوبه یې له انځورګرۍ سره مینه لرله. لومړۍ استاده یې مور وه او تر هغې وروسته له نورو مصورانو سره شاګرد شو. بالاخره د اسلام اباد په هنرکدې کې د نومیالي هنرمند جمال شاه شاګرد شو.

د مراد په خبره، د خپل هنر د پیسو ګټلو لپاره نه دی کارولی. مراد وايي، د حکومت پاملرنې نه کولو له کبله د سوات ګڼ هنرمندان اړ شول چې خپل وطن پرېږدي او په نورو هېوادونو کې مجبوري وکړي.

دی وايي، حکومت ته په کار ده چې اکاډمۍ جوړې کړي، د هنرمندانو زده کړو مراکز پرانیزي، د هنرمندانو د پنځونو نندارتونونه جوړ کړي نو بیا به د هېواد هنرمندان مزدوریو او مساپریو ته نه اړ کېږي.

له نوموړي سره نورې خبرې او سندرې هم د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د سوات نومیالی انځورګر مراد وايي لومړۍ استاده یې مور وه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    هارون باچا

    هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي. 

XS
SM
MD
LG